پاکستان د خاشقجي د قتل په لړ کښې د عدالت پر اجرا کیدو ټینګار وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په استنبول کښې د منتقد سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په دوسیه کښې د انصاف او عدالت د اجرا په ضرورت ټینګار وکړ.
ایرنا خبري آژانس بیګا لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نیوکه کونکي سعودي خبریال جمال خاشقجي د قتل د دوسیې په لړ کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د جمال خاشقجي په دوسیه کښې د حقایقو په ډاګه کیدل او د عدالت اجرا کیدل ډیر مهم دي.
د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلي دي: اسلام آباد د خاشقجي د پروندې د بشپړې معلومیدنې غوښتونکی دی.
د ویلو ده چې د عربستان پر آل سعود رژیم نیوکه کونکی خبریال او جنرلسټ جمال خاشقجي د روانې اکتوبر میاشتې په دویمه نیټه په استنبول کښې د عربستان کنسولګرۍ ته له ننوتو وروسته بې درکه شوی او په اړه یې وروستي رپورټونه وايي چې هغه د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په حکم د دغه هیواد د استخباراتي ادارې د کسانو په لاس وژل شوی دی او وړمه ورځ د عربستان حکومت هم داده شو چې هغه په ترکیه کښې د دغه هیواد په کنسولګرۍ کښې په یوه نښته کښې وژل شوی دی.