په پاکستان کښې له مالي فساد سره د مبارزې نوې قوانین جوړیږي
د پاکستان وزیراعظم په دغه هیواد کښې له مالي او اقتصادي فساد سره د مبارزې په موخه د یولړ نویو قوانینو د تصویبولو لپاره د کوششونو خبر ورکړ.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې عمران خان دې ته په اشارې سره چې په پاکستان کښې هر کال د لس میلیارډ ډالرو مني لانډرنګ کیږي، وویل: په راتلونکو څو ورځو کښې به په هیواد کښې د مالي فساد خلاف نوي قوانین تصویب شي چې نتیجه یې د موجودو ستونزو په کمیدو ډیره اغیزه کوي.
د پاکستان وزیراعظم د سیمې هیوادونو ته د خپلو سفرونو مثبتو پایلو ته په اشارې سره زیاته کړه: پاکستان ته د پانګه والو راتګ زیات شوی دی او اسلام آباد ورڅخه په ملاتړ سره د اقتصادي رونق رامینځته کولو کوشش کوي.
عمران خان همداشان څرګنده کړه: ولس دې د موجودو اقتصادي ستونزو او د ډالر په وړاندې د روپۍ د ارزښت د کمیدو په وجه نه اندیښمن کیږي ځکه چې دا یو لنډمهاله ستونزه ده او ډیر زر به د تل لپاره حل شي.