پاکستان دوې هندی جنګی الوتکې نسکورې کړی،دوه پایلټان ئې ژوندی نیولی
(last modified Wed, 27 Feb 2019 07:09:33 GMT )
Feb 27, 2019 11:39 Asia/Kabul
  • پاکستان دوې هندی جنګی الوتکې نسکورې کړی،دوه پایلټان ئې ژوندی نیولی

دپاکستان دپوځ په اعلامیې کې وئیل شوی دی د یوې هندی جنګی الوتکې ټوټې دپاکستان په خاورې کې پرشانې شوی او د دوهمې جنګی الوتکې ټوټې هم دهند ترکنټرول لاندې سیمې کې خورې شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  دپاکستان پوځ   دعمومی اړیکو ادارې آئی ایس پی آر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی د پاکستان دهوائی حدودو د خلاف ورزۍ  په دلیل دهندوستان  دوې جنګی الوتکې ئې نسکورې کړی او  دهغو دوه  پایلټان  ئې روغ نیولې ، یو وژل شوی او  یو بل هم بې درکه شوی دی  چې  د لټولوعملیات روان د ی. ویل کیږی یو نیول شوی پایلټ ټپي هم دی چې  هغه ځيني اعترافات هم کړي دي .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی د یوې هندی جنګی الوتکې  ټوټې  دپاکستان په خاورې کې  پرشانې شوی  او  د دوهمې جنګی الوتکې ټوټې  هم  دهند ترکنټرول لاندې سیمې کې خورې شوی دی .

ځینی راپورونه ښئ چې   دهند ترکنټرول لاندې سیمې کې  دنسکورې شوی  الوتکې  دواړه پیلوټان  وژل شوی دی

Image Caption

 

 دپاکستان  خبری چینلونو هم وئیلی دی،پاکستان پوځ د دغه هیواد پر خ اورې د هندی جنګی الوتکو حملې ته غافلګیر کونکی ځواب ورکړی دی .

Image Caption

 

 یوه  هندی چارواکی هم د غیر عادی شرائطو سره  دمقابلې لپاره  دتیارسۍ د ساتلو په خاطر دهند په لویدیځ کې  دخپل هیواد د سمندری ځواک دقوماندئې دبشپړ تیاری  خبر ورکړی دی .همداراز دهندوستان په ممبئ کې   هم پولیس تیارسی شوی دی .

هندی رسندویوددغه هیواد دچارواکو له قوله ادعا کړې ،دپاکستان په شمال لویدیځ کې  د لشکر طیبه  او جیش محمد  ترهه ګرو ډلو پر مورچلو اومرکزونو  دهندی پوځ دجنګی الوتکو  د تیرې ورځې په حملې کې  کابو درې سوه کساان وژل شوی دی ، چې دپاکستان پوځ او حکومت دغه ادعا  په کلکه رد کړې  او وئیلی ئې وو ، چې  هندی جنګی  الوتکې  دپاکستان دجنګی الوتکو په موقعې   اقداماتو سره تښتې ته مجبوره شوی .  

 

ټیګونه