پاکستان کښې د نوروز نړیوال فسټیول د ایرانیانو په شتون سره ترسره شو
د ۲۰۱۹ کال د نوروز د نړیوال فسټیول دستورې د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې د دغه هیواد د ولسمشر او د ایران او همداشان د نوروز د لمانځونکو نورو هیوادونو د استازو په شتون سره ترسره شوې.
ایرنا لیکلي چې په پاکستان کښې د نوروز نړیوال فسټیول د بهرنیو هیوادونو د یوشمیر سفیرانو او استازو په تیره بیا د ایران د سفیر مهدي هنردوست او هم دا شان په پاکستان کښې د استوګنو ایرانیانو په ګډون سره په اسلام آباد کښې جوړ شو.
د ایران په غرفه کښې د هفت سین دسترخوان غوړول او د سیمه ایزې موسیقۍ اجرا د دې جشن د بهرنیو میلمو د پام وړ وګرځیده.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دې مراسمو د ځانګړي میلمه په توګه د ایران غرفې ته په ورتګ سره د ایران له سفیر او د کلتوري مرکز له مشر سره وکتل او د نوروز د نړیوال فسټیول په برابرولو کښې د ایران د ونډې قدرونه یې وکړه.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دې دستورو کښې د نورو لمانځونکو ټولو ولسونو ته د دې لرغوني جشن د مبارکۍ په ویلو سره وویل: د پاکستان خلک هم د نوروز پراخ هرکلی کوي او د دې هیواد په ځینو سیمو کښې د دې مراسمو دودونه ترسره کیږي.