د پاکستان وزیراعظم له ایرانه د ګیس اخیستو په لړ کښې لویدیځو مشرانو ته لیک لیږلی
(last modified Mon, 13 May 2019 02:53:30 GMT )
May 13, 2019 07:23 Asia/Kabul
  • د پاکستان وزیراعظم له ایرانه د ګیس اخیستو په لړ کښې لویدیځو مشرانو ته لیک لیږلی

د پاکستان وزیراعظم د اروپايي اتحادیې او امریکې مشرانو ته د لیک په ورلیږلو سره، له ایرانه د پاکستان د ګیس اخیستو په لړ کښې د هغوي د پریکنده دریځ پوښتنه کړې ده.

عمران خان په دې لړ کښې د اروپا او امریکا چارواکو ته لیږلي لیک ته په اشارې سره وویل: که د بندیزونو له مخې کومه ستونزه نه وي نو اسلام آباد به بې له ځنډه د صلحې د پایپ لاین پروژه فاینل او خپلې ژمنې به پوره کړي.

د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه: د ایران خلاف موجود بندیزونه د دې پروژې د بشپړیدو په لاره کښې پراته ستر خنډونه دي او که د دغو بایکاټونو په لړ کښې د اسلام آباد اندیښنه ختمه شي نو له ایرانه به د ګیس په اخیستو کښې ځنډ ونه کړي.

عمران خان هم داشان ټینګار وکړ چې پاکستاني چارواکي به د ایراني مسئولانو په ملګرتیا سره دغه ستونزه هواري کړي او هڅه کوي چې دا پرژه په صلحه ایزه توګه اجرا ته ورسوي.

 

 

ټیګونه