May 19, 2019 14:18 Asia/Kabul
  • د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر له ایران سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

د پاکستان د پیپلز پارتۍ مشر وویل: له ایران سره پياوړې سوداګري او سفارتي اړیکې د پاکستان د خلکو د حالاتو د ښه والي لپاره ضروري دي.

په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر مهدي هنردوست سره د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په کتنه کښې دواړو لورو د دوه اړخیزو علاقې وړ موضوعاتو او د سیمې د امنیت د حالت په هکله خبرې اترې وکړې.

بلاول او هنر دوست هم داشان د صلحې د پایپ لاین په نامه پاکستان ته د ایران د ګیس د انتقال طرحه هم وجاجوله.

د ویلو ده چې ایران او پاکستان د دوو ګاونډي هیوادونو په توګه په خپلو کښې ډیرې ښې اړیکې لري.

په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارتخانې له خوا د خپرو شویو احصائیو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کښې د دواړو هیوادونو د سوداګري راکړو ورکړو اندازه یو میلیارډ او ۱۲۸ میلیون ډالرو ته رسیدلې وه.

 

ټیګونه