پاکستان د اوږد واټن توغندے اوزمائلو
May 23, 2019 15:44 Asia/Kabul
اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د پاکستان د فوځ د خبرتیا له مخې ویلي دي چې له ځمکي څخه په ځمکه هدف ویشتونکی شاهین دوه ډوله، توغندے نن توغول شوے دے چې په عرب سمندرګي کښې لګیدلې دے.
زیاته شوې ده چې دغه توغندے ۱۵۰۰ کیلومټره فاصلې پورې ويشتل کولې شي.
د پاکستان له لوري د نوي توغندي ازمویلو خبر له هغه وروسته ورکول کیږي چې په ګاونډي سیال هیواد هند کې یې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلانیږي.
یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کښې لیکلي دي چې دغه دواړه ګاونډي هیوادونه اېټمي وسلې لري او په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانيا څخه تر آزادۍ اخیستلو وروسته یې درې وار جګړې هم کړي دي. دغه دواړه هیوادونه تل د توغندیو ازموینې تر سره کوي.
ټیګونه