د پاکستان علماو او خلقو د جنت البقيع په ويجاړېدو احتجاج وکړ
(last modified Wed, 12 Jun 2019 11:19:22 GMT )
Jun 12, 2019 15:49 Asia/Kabul
  • د پاکستان علماو او خلقو د جنت البقيع په ويجاړېدو احتجاج وکړ

د پاکستان سني او شيعه ديني عالمانو نن د آل سعود په لاسو د جنت البقيع د ويجاړولو په غندلو سره په دغې هديره کښې د اهلبېتو عليهم السلام د مزارونو د بيارغونې غوښتنه وکړه.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نن د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې سني او شيعه مسلمانانو علماو او خلقو د آل سعود او وهابيانو په لاسو د جنت البقيع د ويجاړېدو د کليزې په مناسبت احتجاجي مظاهرې وکړې. سني عالم او د کراچۍ ښار د جماعت اهل سنت مشر علامه عبدالحق قادري په جنت البقيع کښې د آل سعود رژيم په لاسو د اهلبېتو ‎او صحابه ؤ د مزارونو د ويجاړولو په غندلو سره وويل، دغه چاره له اسلام او داسلام له قدرمن پېغمبر(ص) سره د وهابيانو د دښمنۍ ښودنه کوي.

د مجلس وحدت مسلمين عمومي سېکتر علامه ناصر عباس جعفري هم په خپل يوپېغام کښې وويل، سعوديانو په بقيع هديره کښې د اهلبېتو امامانو او نورو مقدسو قبرونو په ويجاړولو سره خپل اسلام مخالفه ماهيت او له اهلبېتو عليهم السلام سره خپله سخته کينه په ډاګه کړه.

د پاکستان د  شيعه ؤ مشر او د ولي فقيه نمائنده علامه سيد ساجد علي نقوي هم په دې مناسبت په خپل خاص پېغام کښې وويل، جنت البقيع مونږ ته د خداے له ګران رسول (ص) د هغه حضرت له پاک آل او وفادارو صحابه ؤ سره عقيدت او وابستګۍ اسباب رامنځته کوي او اکثر مسلمانان دغه مقدس مزارات شعائرا... بولي او د هغو تعظيم او احترام روا بولي. هغه زياته کړه د خداے د ګران رسول (ص) د خاندان په تېره بيا د جنت د خاتون حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) ويجاړ شوي مزارونه له ډېرې مودې راهسې د مسلمانانو زړونه دردوي او تقاضا کوي چې دغه مقدس مزارونه په شايان شان توګه بيا جوړ کړې شي. هغه په خپل پېغام کښې د مسلمانانو په اتحاد او اتفاق تاکيد وکړ.

نن د شوال د مياشتې په اتمه نېټه وهابيانو د قرآن او سنتو د احکامو په خلاف او له دينه د غلطې مطلب اخېستنې له مخې د حضرت بي بي فاطمه زهرا ، امام حسن مجتبی،امام زين العابدين، امام محمد باقر او امام جعفر صادق عليهم السلام او د ځينو وفادارو صحابه ؤ د مزارونو په ويجاړولو سره د نړۍ د ميلينونو مسلمانانوزړونه اودردول.

 

ټیګونه