افغان ولسمشر له بلاول بهټو زرداري او شهبازشريف سره ليدۀ کاتۀ کړي
پاکستان ته په سفر کښې افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غنى د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زردارى او د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف سره ليدۀ کاتۀ کړي او ورسره ئې په دوه اړخيزه معاملاتو خبرې کړې دي.
د پاکستان پائتخت اسلام اباد کښې د پى پى پى چيئرمين بلاول بهټو زردارى افغان اولسمشر اشرف غنى ته پاکستان ته په راتګ هر کلې وئيلى او ورسره ئې د دواړه ګاونډى هيوادونو په معاملاتو خبرې کړى
بلاول بهټو زردارى افغانستان کښې امنيت لپاره د روانو هلوځلو ستائنه کړې او دغه هيواد کښې امن لپاره نيکى هيلې څرګندې کړى د ملاقات په موقع فرحت الله بابر او شيرى رحمان هم موجود وو بلاول بهټو سره ملاقات نه علاوه افغان اولسمشر د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف سره هم ليده کاته کړى او ورسره ئې د بيګم کلثوم نواز د مړينې لاس نيوه او پخوانې وزيراعظم نوازشريف لپاره نيکې هيلې څرګند کړى.
ملاقات په موقع افغان ولسمشر د مسلم ليګ ن ترقياتى منصوبو ستائنه هم وکړه.