د هند حکومت کشمیر ته د امریکایی پلاوی د تګ مخه ونیوله
(last modified Mon, 07 Oct 2019 01:50:45 GMT )
Oct 07, 2019 06:20 Asia/Kabul
  • د هند حکومت کشمیر ته د امریکایی پلاوی د تګ مخه ونیوله

امریکایی سینټرانو کرس وان هولن ، میګی حسن او پال جونز د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی د بشری حقوقو د خلاف ورزیو په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړه او له هندوستانه یې وغوښتل چی په کشمیر کی دې سملاسی ګرځبندیز ختم او نیول شوی کسان خوشی کړل .

د پاکستان د جنګ ورځپاڼۍ له راپور سره سم د امریکا د کانګرس پلاوی د ازاد کشمیر له  ولسمشر او لومړی وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړی .

د پاکستان د خارجه وزارت د ویندوی په وینا میجر جنرل عامر د امریکا د کانګرس پلاوی ته د کشمیر د وضعیت په اړه معلومات ورکړل او امریکایی پلاوی ته اجازت وو چی هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کی هر ځای ته لاړ شی خو د هندوستان مودی حکومت دغه امریکایی پلاوی ته د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې ته د ورتلو اجازت ورنکړ .

امریکایی سینټرانو کرس وان هولن ، میګی حسن او پال جونز د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی د  بشری حقوقو د خلاف ورزیو په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړه او له هندوستانه یې وغوښتل چی په کشمیر کی دې سملاسی ګرځبندیز ختم او نیول شوی کسان خوشی کړل .

امریکایی پلاوی دا هم وویل چی دکشمیر د مسلې د اواری لپاره باید هلې ځلې وشی .

په کشمیر کی ګرځبندیز په دریمه میاشت کی داخل شوی او خلک له ډیرو مشکلاتو او ستونزو سره مخامخ دی . د هند دولت حتی د زړه ناروغانو ته هم د درملنې لپاره د وتلو اجازه نه ورکوی .

 

ټیګونه