د پاکستان يو سُني عالم د ملګرو ملتو په دوه رنګه پاليسۍ نيوکه وکړه
د پاکستان يو سُني عالم د ملګرو ملتو په دوه رنګه پاليسۍ نيوکه وکړه
د پاکستان يو سُني عالم د ملګرو ملتو اسلام دښمنه پاليسي د اسلامي نړۍ د مسائلو د هواري په لار کښې ترټولو لوے خنډ وبلۀ.
له اسلام آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد ثروت اعجاز قادري پرون په اسلام آباد کښې وويل، د اسلامي هېوادونو په وړاندې د ملګرو ملتو د دوه رنګه پالېسۍ دوام د اسلامي نړۍ د مسائلو په تېره بيا د فلسطين د مسئلې د نه هوارېدو په معنا ده.
هغه د صهيونېسټ رژيم د تيري ګرو اقداماتو او د هند ترکنټرول لاندې د کشمير د خلقو د ځپنې په خلاف د امنيت په شورا کښې د سلګونو تصويب شويو پرېکړليکونو نه عملي کېدل د مسلمانانو په وړاندې د ملګرو ملتو د دوه رنګه پالېسۍ يوه نمونه وبلله.
هغه واضحه کړه، د امريکې په مشرۍ نړيوال استکبار هيڅکله د اسلامي امت په تېره بيا د فلسطين او کشمير د مسئلو هوارے نه غواړي. هغه تاکيد وکړ، اسلامي امت پکار دي د اسلامي تعاون د تنظيم په مرستې سره په خپلواکه توګه د اسلامي نړۍ د مسائلو او مشکلاتو د هوارولو لپاره اقدام وکړي.