دپاکستان لومړي وزیر له ایران سره د اړیکو پراختیا ته ډير اهمیّت ورکوي
(last modified Sun, 09 Feb 2020 12:15:06 GMT )
Feb 09, 2020 16:45 Asia/Kabul
  • دپاکستان لومړي وزیر له ایران سره د اړیکو پراختیا ته ډير اهمیّت ورکوي

په ایران کې د پاکستان نوی سفیر چې په جنوبی کوریا کې هم د پاکستان سفیر پاتې شوی دی ،ټاکل شوې ده ، تر راتلونکو پنځو ورځو پورې تهران ته دخپلې دندې دترسره کیدا لپاره راشي .

ایرنا خبری اژانس له اسلام اباده راپور ورکړ،په ایران کې د پاکستان  نوي سفیر رحیم حیات قریشي نن په اسلام اباد کې  خپل ماموریت  ته له تلو مخکې پخپل ټولنیز پیغام کې  دپاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خپلې کتنې ته په اشارې سره لیکلي دي ،  عمران خان  په دغې کتنې کې په ټولو زمینو کې له تهران سره   اړیکو په لازیاتې پراختیا باندې ټينګار کړی دی.  

Image Caption

 

    په ایران کې د پاکستان نوي سفیر زیاته کړې ، د ایران او پاکستان ترمینځ د ملګرتیاؤ او د اړیکو د سوئې  د لوړولو لپاره جدي هڅې ته ژمن دی .

 رحیم حیات قریشي  په همداروستیو ورځو کې د پاکستان د ولسمشر عارف علوي پشمول  له نورو لوړپوړو چارواکو سره په لیدوکاتو کې  په ایران کې د دغه  هیواد دسفیر په توګه د خپلو راتلونکو پروګرامونو په باب بحث او دنظر تبادلې کړي دي .

په ایران کې د پاکستان نوی سفیر چې په جنوبی کوریا کې هم د پاکستان سفیر پاتې شوی دی ،ټاکل شوې ده ، تر راتلونکو پنځو ورځو پورې  تهران ته د خپلې دندې دترسره کیدا لپاره راشي . قریشي په ملګروملتو کې د پاکستان په دایمي دفتر کې او همداراز  داسلامی ملګرتیا کنفرانس ،پاریس ، روم  او نوي ډیلي کې  د دغه هیواد د لوړپوړوي ډيپلوماټ  په توګه فعالیتونه کړي دي .

 

ټیګونه