امریکا دې د ایران خلاف بندیزونه ختم کړي
(last modified Sat, 21 Mar 2020 03:09:54 GMT )
Mar 21, 2020 07:39 Asia/Kabul
  • امریکا دې د ایران خلاف بندیزونه ختم کړي

د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا د ایران خلاف د امریکې د ظالمانه بندیزونو په سمدستي ختمیدو ټینګار وکړ.

عمران خان پرون له کورونا سره د مبارزې لپاره د غږملتیا د ملي کمیټې له غونډې وروسته په اسلام آباد کښې له خبریالانو سره په غونډه کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې له داسې ظالمانه بندیزونو سره مخامخ دی چې د هغو په ختمیدو سره، له کورونا سره مبارزه اسانیږي.

عمران خان زیاته کړه چې له نړیوالې ټولنې غواړي د ایران په اسلامي جمهوریت باندې د ظالمانه بندیزونو د ختمولو لپاره خپل رول ولوبوي.

د پاکستان وزیراعظم تیره اونۍ هم د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو د ختمیدو په ضرورت ټینګار کړی و.

هم داشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د اسلامي ایران خلاف د امریکې د بایکاټونو د ختمیدو غوښتنه کړې ده.

 

ټیګونه