پاکستان د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امریکا ته په وینا کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن بایکاټونه لغو شي .
عمران خان پرون په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه (۱) پیغام کښې د ایران د ملت پرضد د امریکا بایکاټونه یو(۱) ظالمانه او نا عادلانه حرکت وباله او په ولسمشر ټرمپ یې غږ وکړ چې دغه بایکاټونه لغو کړي .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل د امریکا بایکاټونه سبب شوي دي چې د کورونا وایروس پرضد د ایران د خلکو مبارزه له مشکل سره مخ کړي او د دغه وایروس په مقابل کښې د سلامتیا په دفاع منفي اغیزونه وشیندي .
عمران خان ټینګار وکړ له کورونا وایروس سره مبارزه او مقابله د بشریت اتحاد ته اړتیا لري .
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تیرې جمعې ورځ هم د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو د دوام په ظالمانه او نا عادلانه بللو سره په نړیوالې ټولنې غږ کړی وو د دغه بایکاټونو په سمدستي ډول د لغو کیدا لپاره خپل رول ولوبوي .