په پاکستان کې د کرونا د ناروغانو په شمېر کې زیاتوالې
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کورونا واېروس د اخته کسانو شمېر له څلور زرو پورته شو او دې سره اوس پاکستان تر چین مخکې شوی دی.
کورونا د چین په ووهان ښار کې پیل شوه او بیا ټول چین او نړۍ ته خوره شوه، خو تراوسه په چین کې څلور اتیا زره، یو سل نهه پنځوس کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي، خو پاکستان کې نږدې پنځه اتیا زره کسان په دې وېروس اخته شوي دي.
اسلام اباد کې ۳۱۰۰، پنجاب کې ۳۱۰۰۰، سیند کې ۳۲۰۰۰، پښتونخوا کې ۱۱۰۰۰، بلوچستان کې ۵۲۰۰، ګلګت بلتستان کې ۸۰۰، پاکستان واکي کشمیر کې ۳۰۰ کسان په کورونا اخته دي.
تر دې دمه په دغه هېواد کې له کورونا ۱۷۷۶ کسان مړه شوي، خو څه باندې دېرش زره ترې روغ شوي دی.
د پنجاب ایالتي پارلمات غړی شوکت منظورچیمه هم د کورونا له امله مړ شوی او په دې سره پاکستان کې د هغو ایالتي وکیلانو شمېر شپږو ته ورسېد چې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه کېږي.
تراوسه نړۍ کې له کورونا وېروس نږدې شپږ نیم میلیونه کسان اغېزمن شوي او تر نیم میلیون پورې کسان ترې مړه شوي دي.
امریکا کې په دې وېروس تر ټولو ډېر خلک اخته شوي چې تر ۱۸ لکو اوړي او هم پکې له یو لک ډېر کسان مړه شوي دي.
د خبر پای/.