پاکستان به هیڅکله هم اسرائيل په رسمیّت ونه پيژني
پاکستان د فلسطین د ولس دمبارزې ملاتړی او پشتیبان دی او دقدس شریف او ددغه ټاټوبی تر آزادیددو پورې به خپل دغه ملاتړ ته دوام ورکړي .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ، دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون د ولسی جرګې په څرګندې غونډې کې دصهیونیسټ رژيم په ضد د عمران خان د حکومت په د ریځ کې هرډول بدلون دروغ وباله او وې وئيل ، له فلسطینه په ملاتړ او دسرائیلو په رسمیت په نه پيژندلو کې د اسلام اباد دریځونه اصولي دي او اسرائيل یو غاصب رژيم دی او هیڅکله به دغه جنایتکار رژيم په رسمیّت ونه پيژني .
د پاکستان دولسی جرګې مرستیال مشر قاسم خان سوري هم په دغې غونډې کې په دې په ټينګار سره چې د دغه هیواد د ملت ، حکومت او پارلیمان زړونه د مسلمانانو دلومړنۍ قبلې او دفلسطین دمظلوم ولس لپاره خوګیږي ، ووئیل اسرائیل هغه غاصب رژيم دی ، چې د فلسطینیانو ټاټوبی ئې غصب کړی دی ،. قاسم خان سوري وئيلی دي پاکستان د فلسطین د ولس دمبارزې ملاتړی او پشتیبان دی او دقدس شریف او ددغه ټاټوبی تر آزادیددو پورې به خپل دغه ملاتړ ته دوام ورکړي .
له د ې مخکې هم دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې عایشه فاروقي هم دصهیونیسټ رژيم له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې دځينو برخو د یوځاي کولو لپاره د نتن یاهو په پلان داندیښنې په څرګندولو سره دغه اقدام د نړیوالو قوانینو جدی خلاف ورزي بللې ده .