اسلام آباد کښې امنیتي تابیاوې سختې شوې
د کراچۍ په سټاک ایکسچینج باندې له ترهګرې حملې وروسته د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې امنیتي تدابیر سخت کړې شول.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه، ترهګرۍ ضده یونټونه او هم د قانون اجرا کونکې ادارې پرون د اسلام آباد په مختلفو سیمو کښې تیارسي شوې دي او په ښار کښې لګیدلې کیمرې د پلازمینې امنیتي وضعه کنټرولوي.
د اسلام آباد د پولیسو قومندان محمد عامر ذوالفقار خان وویل: د حکومتي او عمومي ځایونو د ساتنې لپاره امنیتي تابیاوې سختې شوې دي او په ټول ښار کښې د قانون د اجرا کونکو ارګانونو د ګزمو شمیر هم زیات شوی او خلک باید د خپلې پيژندګلوۍ مدارک یا شناختي کارډونه له ځانه سره ولري او د پولیسو په تلاشیو کښې مرسته وکړي.
یاده دې وي چې پرون د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار د ونډو بازار په ودانۍ باندې په شوې ترهګرې حملې کښې د ودانۍ د څلورو ساتونکو او یو پولیس افسر په شمول اووه تنه ووژ ل شول.
د BLAیا د بلوچستان آزادي بخښونکي پوځ په نوم غیرقانوني ترهګرې ډلې د کراچۍ د دغې حملې پړه منلې ده.