د پاکستان مذهبي او سياسي مشرانو د مسلمانانو په يووالي تاکيد وکړ
Sep 28, 2020 07:40 Asia/Kabul
د پاکستان ديني عالمانو، سياسي شخصيتونو او دانشورانو د اسلامي يوالي په عنوان سره سمينار کښې د افراط پالنې په نفي کولو او د تکفيرافکارو په غندلو سره د اتحاد په ترويج د مشکلاتو په هوارولو او د اسلامي نړۍ آئيډيالونو ته په پام لرنې تاکيد وکړ.
د ايرنا د رپوټ له مخې پاکستاني ديني او سياسي شخصيتونو پرون په اسلام آباد کښې د اسلامي يووالي ترعنوان لاندې سمينار کښې وويل چې د اسلامي امت پکار دے له رامنځته شويو مشکلاتو سره د مقابلې لپاره اختلافاتو ته له لمن وهلو ډډه وکړي ځکه چې دا اصولي تګلاره به د مسلمانانو له مشکلاتو سره مرسته وکړي.