امريکه په سيمه کښې د ترهه ګرۍ د پراختيا ذمه واره ده
(last modified Thu, 05 Nov 2020 02:50:21 GMT )
Nov 05, 2020 07:20 Asia/Kabul
  •  امريکه په سيمه کښې د ترهه ګرۍ د پراختيا ذمه واره ده

د پاکستان يو شمېر علماوتاکيد وکړ، په سيمه کښې د امريکې د شتون دوام د ترهه ګرۍ ، ناامنۍ، بې ثباتۍ او د مظلوم خلقو له قتل عام نه بغېر څه نتيجه نه لري.

د ايرنا د رپوټ له مخې  پاکستان لوړ رتبه علماو و مذهبي او سياسي شخصيتونو رحمت اللعالمين او وحدت ترعنوان لاندې ملي کانفرنس کښې د اسلامي ملتونو ترمېنځ د وحدت او ورورولۍ د فضا خبرابولو لپاره د امريکې او صهيونېسټ رژيم د دسيسو په اړه خبردارے ورکړ.

دغه ملي کانفرنس پرون د  ملي يکجهتي کونسل تر سيوري لاندې د پاکستان په پائتخت اسلام آباد کښې اوشو

د پاکستان د مذهبي چارو وزير پير نورالحق قادري په دغه کانفرنس کښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې  د سپکاوي په اړه د فرانسې د ولسمشر له اسلام سره د دښمنۍ څرګندونو په غندلو سره وويلو نن مسلمانو ملتونو ته پکار دے بېهوده مسائلو ته د لمن وهلوپه ځاے په خپلو مشترکاتوتکيه وکړي او د اسلام دشمنانو ته ګډ ځواب ورکړي.

هغه په اروپا کښې له اسلامه د ويرونې سازشکارانه سناريو او د مېکرون د څرګندونو په خلاف د ايران د اسلامي جمهوريت، پاکستان اوترکيې د واضحه او مضبوطو دريځونو په ستائنې سره وويل، بهرني قوتونه د ترهه ګرۍ په خلاف د جنګ په بهانه د سوريې، افغانستان، عراق او يمن په شمول د اسلامي هېوادونومسلمانان په خاورو او وينو کښې ولوغړول خو په لويديځ کښې د تحريکونکو اقداماتو په وړاندې خاموشي اختياروي.

د دغه کانفرنس په دوام کښې چې د وحدت د هفتې او د خداے د ګران رسول (ص) او حضرت امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت جوړ شو د پاکستان د مختلفو ګوندونومشرانو او مذهبي او سياسي شخصيتونو په دغه هېواد کښې د هر ډړول فرقه پالنې ترويج او له تفکيري بهير سره غږملتيا وغندله.

سني شيعه ديني عالمانو په دغه کانفرنس کښې له فلسطين سره د اماراتو او بحرين د خيانت او له تل ابيب سره د تعلقاتو ټينګول سخت وغندل

 

ټیګونه