آيي، ټي، آيي ریل پټلۍ د چین له وریښمو لارې سره تړل کیږي
د اسلام آباد-تهران-استنبول ریل پټلۍ د شاهراهِ ریشم د راژوندوي کولو لپاره ترټولو غوره لاره ده
د اسلام آباد-تهران-استنبول ریل پټلۍ د شاهراهِ ریشم د راژوندوي کولو لپاره ترټولو غوره لاره ده
د جاپاني نِکي نومې ورځپاڼې په یو رپورټ کښې لیکلي دي چې د ایران له لارې د وریښمو د لارې د ټرانزټي ریل لارې احیا له اروپا او امریکا سره د آسیا د تړلو ترټولو غوره لاره ده.
په دغه رپورټ کښې راغلي دي چې د شاهراه ریشم د ټرانزټي پټلۍ ترټولو غوره لاره د اکو د ډیر مهم اقتصادي رګ په توګه د پاکستان، ایران او ترکیې هیوادونه دي.
د ترکیې، ایران او پاکستان حکومتونه به د ITI په نامه د استنبول، تهران او اسلام آباد ریل لاره په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کښې پرانزي. تمه کیږي چې دغه پټلۍ د چین او ترکیې ترمینځ د ریلي کړۍ په جوړولو سره د چین له نوې شاهراهِ ریشم پروژې سره ونښلي.