پاکستان کښې د شهید سلیماني د شخصیتي اړخونو په هکله غونډه وشوه
د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د وړومبنۍ کلیزې په مناسبت د پاکستان د یوشمیر سیاسي، مذهبي او کلتوري شخصیتونو په شتون سره د دغه ستر شهید د شخصیت د ځانګړتیاؤ د څیړنې په موخه یوه غونډه وشوه
د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د وړومبنۍ کلیزې په مناسبت د پاکستان د یوشمیر سیاسي، مذهبي او کلتوري شخصیتونو په شتون سره د دغه ستر شهید د شخصیت د ځانګړتیاؤ د څیړنې په موخه یوه غونډه وشوه
د ایران د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک د قومندان سردار ډګر جنرال قاسم سلیماني د شخصیتي ځانګړنو او فکري او اعتقادي اړخونو په هکله غونډه پرون د ایران د سفارت د کلتوري مرکز، د پاکستان د شیعه عالمانو د شورا او هم داشان د (امتِ واحده) ډلې په ګډې ملګرتیا سره په راولپنډۍ ښار کښې د ایران په کلتور خونې کښې جوړه شوه.
په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني او کلتوري صلاحکار احسان خزاعي او هم داشان د پاکستان د تحقیقاتي او پوهنتوني ارګانونو یوشمیر مشران او ځیني سیاسي او مذهبي شخصتونه د دغې غونډې ګډونوال وو او یوشمیر نورو میلمنو په کښې په آنلاین توګه برخه واخیستله.