په پاکستان کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ جشن جوړ شو
Feb 10, 2021 06:01 Asia/Kabul
د پاکستان د پائتخت اسلام آبادپه امام حسين نومې د زدکړو کمپلېکس کښې د اسلامي انقلاب د کاميابۍ مراسم ترسره شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغو مراسمو کښې چې پرون په پاکستان کښې د ايران د سفير محمد علي حسيني په شتون سره جوړ شول، ګډون کونکو د اسلامي انقلاب د شهيدانو د لارې د دوام په ضرورت تاکيد وکړ.
د انقلابي ترانو او ډرامو اجرا او د سباون د لسيزې په عنوان سره د ډرائنګ نندارتون جوړېدل د دغو مراسمو ځينې نور پروګرامونه وو.