د اسلام آباد-تهران په ګډون دې په سیمه کښې نوی بلاک جوړ شي
(last modified Sun, 21 Feb 2021 03:23:08 GMT )
Feb 21, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • د اسلام آباد-تهران په ګډون دې په سیمه کښې نوی بلاک جوړ شي

د پاکستان د پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیشن مشر له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هیواد د جدي هوډ خبر ورکړ.

د پاکستان د پارلیمان د بهرنیو اړیکو د کمیشن مشر له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هیواد د جدي هوډ خبر ورکړ.

احسان ا... تیوانا وویل: د عمران خان حکومت له ګاونډیانو په تیره بیا د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو پراختیا غواړي او هڅه کوي چې دغه کار د ایران، روسیې، چین، ترکیې او ملائیشیا په ګډون سره د یو نوي سیمه ایز بلاک له لارې تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان قومي اسمبلي(پارلیمان) له دوست او ورور هیواد ایران سره د اړیکو د پياوړې کولو ستر ملاتړی دی او حتی د پارلیماني دوستۍ ترټولو زیاته فعاله ډله هم د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډله ده.

ملک احسان ا... تیوانا وویل: ایران او پاکستان د کشمیر او فلسطین په شان ډیرو سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو کښې ګډ دریځ لري. پاکستان تل په سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو کښې د ایران له دریځونو ملاتړ کړی او کوشش کوي چې له تهران سره د ځینو هیوادونو موجود غلط فهمۍ ختمې کړي.

هغه وویل چې عمران خان په ځلونو سعودي واکمنانو ته په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ارزښتناک مقام یادونه کړې ده.

 

ټیګونه