پاکستاني سياستدانان:
له اسرائيلو سره تعلقات له فلسطين سره خيانت دے
د پاکستان د سېنټ ممبرانو او مشهورو سياسي شخصيتونو د پېړۍ معامله او له اسرائيلي رژيم سره د تعلقاتو جوړول له فلسطين سره خيانت وبلۀ او له صهيونېسټ رژيم سره مقابله يې له خبرو او بيانيو نه وراخوا دنده وبلله.
د اېرنا د رپوټ له مخې په فلسطين باندې له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د جوړولو د اثراتو د څېړنې کانفرنس له فلسطينيانو څخه د ملاتړ فاونډېشن ترسيوري لاندې د سياسي او مذهبي مشرانو او شخصيتونو، د بشري حقوقو د فعالانو او د مقاومت د محاذ د ملاتړو په ګډون سره د پاکستان په کراچۍ ښار کښې په آنلائن توګه اوشو.
وېناوالو د پاکستان د حکومت او خلقو په دوامدار ملاتړ باندې په تاکيد سره په خاصه توګه په فلسطين او کشمير باندې د قبضې او سلطې د ختمولو لپاره د فلسطين له آرماند مسلمانانو له مقاومت څخه په ملاتړ باندې په تاکيد سره د صهيونېسټ رژيم له نيواک سره د مقابلې لپاره د اسلامي واکمنانو د وحدت او يووالي مضبوطيه د قدس شريف د ازادۍ او قبضې د ختمولو لپاره ضروري چاره وبلله.
په دغه کانفرنس کښې ګډون کونکو له فلسطيني ملت څخه په ملاتړ او د صهيونېسټ رژيم له پلانونو سره په مقابله کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په مهم رول باندې په اعتراف او د اسلامي نړۍ مخې ته له مشکلاتو سره د مقابلې لپاره د مسلمانو هېوادونو ترمېنځ د سيمه ايزې ملګرتيا په غوښتنې سره وحدت او يووالے د لويديځ له دسيسو سره د مبارزې لپاره د مسلمانانو يوازېنۍ لار وبلله او وې ويل، تر هغه وخته چې د فلسطين مسئله هواره نه شي صلح نه شي ټينګېدې.