مقاومت د بې عدالتۍ په دور کې د معنی جوړښت دی
د تاریخ په اوږدو کې، مقاومت د بشري ټولنو محرک ځواک وو. هر کله چې انسانان د ظلم او تیري پر وړاندې درېدلي دي، په عزت او آزادۍ کې د ژوند کولو لپاره نوې لارې خلاصې کړي دي. مقاومت د هر خلاقانه حرکت د پیل ټکی دی؛ کله چې یو هنرمند هېڅ سانسور نه مني، کله چې یو وګړی د تبعیض پر وړاندې غلی نه پاتې کېږي، کله چې یو ملت د استعمار پر وړاندې مبارزه نه پریږدي، موږ په حقیقت کې د مقاومت د څرګندېدو شاهدان یو.
دا غبرګون یوازې یوه غیر فعاله دفاع نه ده؛ بلکې، دا یو فعال، متحرک او رغنده غبرګون دی چې د تاریخي شرایطو پر بنسټ جوړېږي او د انساني او تمدني ارزښتونو د ساتنې لپاره اړین دی.
زموږ په دوره کې، کله چې موږ نړیوالو کړکېچونو ته ګورو، له اقتصادي فشار او پراخو نابرابریو څخه نیولې بیا، تر ظالمانه جګړو او کلتوري او معنوي بریدونو پورې، موږ پوهېږو چې د بشریت لپاره به هېڅ راتلونکی نه وي، مګر د مقاومت په چوکاټ کې. مقاومت نه یوازې د ظلم او ستم پر وړاندې یو خنډ دی، بلکې د یوې آزادې، عادلانه او خوشحاله ټولنې د جوړولو لپاره، یوه لاره هم ده. د باعزته ژوند هر ډول لیدلوری، د آزادۍ او ګډې خوښۍ هر ډول هیله، له مقاومت پرته بله لاره نه لري.
که مقاومت نه وي، بې عدالتي او فساد به پراخ شي او انسانیت به د بې معنایۍ په ډنډ کې ډوب شي.
نو دا چې مقاومت یو فرعي یا مقطعي غبرګون وګڼو، یوه لویه تېروتنه ده. مقاومت یو بنسټیز دریځ دی؛ د تشوالي او فساد پر وړاندې یو دریځ. کله چې موږ د داسې درېځ پر بنسټ ولاړ یو، ژوند نوې معنی پیدا کوي.
مقاومت د تاریخ په اوږدو کې د هر خلاقانه حرکت او هر شعوري دریځ اساس وو. د فلسفې په تاریخ کې د مقاومت لومړنی شهید بل څوک نه، بلکې سقراط وو. هغه د آتن د ظالم نظام پر وړاندې ودرېد او د زهرو جام په څښلو سره، پر خپلو آزادۍ غوښتونکو عقیدتي اصولو باندې ثابت پاتې شو. د سقراط شهادت ډوله مرګ، د دې حقیقت پیغام راوړونکی دی چې هغه د هر ډول تسلط په پرتله؛ مقاومت، وقار او حقیقت غوره ګڼي، حتی که دا د هغه د سر په بیه هم ختم شي.
له فلسفي اړخه، مقاومت د کرامت او معنی د تحقق لپاره یوه لاره ده. یعنې کله چې یو انسان مقاومت کوي، نه یوازې د بهرني ځواک پر وړاندې درېږي، بلکې د خپلو داخلي ارزښتونو درناوی هم کوي. دا مقاومت په انفرادي کچه پیلېږي: لنډمهاله او بې ثباته غوښتنو ته د تسلیمېدو او د خپلو انساني حقونو د پرېښودو پر وړاندې مقاومت. بیا دا انفرادي مقاومت په ډله ایز مقاومت بدلېږي: هغه ټولنه چې د فساد او ظلم پر وړاندې نه درېږي، د ودې او نوښت وړتیا نه ترلاسه کوي. له همدې امله، مقاومت یوازې یو سیاسي عمل نه دی؛ بلکې، دا یو معنوي، فلسفي او تمدني عمل دی.
د اسلامي امت لپاره هم، مقاومت تل د هویتي اصولو برخه وه. پیغمبران او امامان هم له هغه وخته چې دوی د جهالت، ظلم او بت پرستۍ پر وړاندې ودرېدل، تر هغه معاصرې دورې پورې چې اسلامي ټولنې د استعمار او استثمار پر وړاندې مقاومت کوي، دا ښودلې چې د آزادۍ او د قانون د واکمنۍ لپاره هره لاره له مقاومت پرته ممکنه نه ده. اسلامي مقاومت، د غلط فهمیو پر خلاف، هېڅکله هم تاوتریخجن یا تیري کوونکی نه وو؛ بلکې، تل د انساني کرامت په دفاع کې عدالت او اخلاقو ته ژمن دی.
کله چې اسلامي ټولنه مقاومت په خپله اجنډا کې راولي، دا ښیي چې تسلیمېدو ته چمتو نه ده او د کلتوري، سیاسي او اقتصادي تیریو پر وړاندې د انساني ارزښتونو دفاع کوي.
مقاومت د محرومانو او مظلومانو د ملاتړ، له هر ډول تسلط سره مقابله، او د کلتوري او دیني هویت د ساتلو هڅه ده. دا تمدني مقاومت فکري او عملي همغږۍ ته اړتیا لري، او دا د داسې نسل ښوونې او روزنې ته اړتیا لري چې د انساني کرامت له اصولو سره بلد وي او پوه شي چې آزادي د استقامت او نه ستړې کېدونکو هڅو پرته، نشي ترلاسه کېدی.
که نن سبا سیاسي ادارې، غیر دولتي سازمانونه، او د اسلامي ټولنې مخور کسان د مقاومتي کلتور ودې او پیاوړتیا کې بېغوري وکړي، نو په ټولنه کې به خلک د سافټویر او هارډویر بریدونو له امله زیانمن شي.
مقاومت یعنې په فکري او معنوي وسایلو سمبال کېدل؛ د تاریخ مطالعه کول، د عدالت فلسفې درک کول، د اصلي ژبې او کلتور ساتل.
د سافټویر هېڅ ستراتېژي د مقاومتي ملاتړ پرته دوامداره نه پاته کېږي. د نوي تمدن د جوړولو لپاره هره ډول هڅه، لومړی په فکري مقاومت سره پیلېږي او بیا په عملي مقاومت سره پایته رسېږي.
له تمدني اړخه، مقاومت یوه تاریخي اړتیا ده. هر هغه تمدن چې د بهرنیو او داخلي فشارونو پر وړاندې په مقاومت کې پاتې راغلی وي، د له منځه تلو سره مخ شوی دی. که هغه امپراتوري وي چې د فکري او معنوي بنسټونو د کمزورۍ له امله سقوط کړی وي، یا که هغه ټولنې چې بهرني کلتور ته د تسلیمېدو له امله یې خپل هویت له لاسه ورکړی وي. خو هغه تمدن او ټولنه چې مقاومت یې زده کړی، توانېدلی چې ځان بیا جوړ کړي او بیا د پرمختګ لاره ومومي.
دا تجربه د اسلامي ټولنې لپاره هم سمه ده: که چېرې د استعمار او استثمار پر وړاندې مقاومت نه وي، نو د خپلواکۍ او دوامداره پرمختګ لپاره هېڅ لیدلوری نشته.
مقاومت له علمي او فلسفي نظره، د ظلم او بې عدالتۍ په یوه دوره کې د ژوند د معنی جوړښت دی. پر خلکو باندې د ظلم تحمیلول د دوی له آنده د ژوند معنی کمرنګه کوي. په داسې حالاتو کې، عادي خلک د ناهیلۍ په جبه(باتلاق) کې ډوبېږي، خو هغه کسان چې مقاومت پېژني، له دې جبې(باتلاق) څخه د تیرېدو لپاره پل جوړوي. مقاومت یو ژوندی بهیر دی چې له کرامت سره د ژوند کولو هیله بیرته راګرځوي.
مقاومت موږ ته درس راکوي چې د حق په لاره کې هر ګام، د فساد او بې عدالتۍ پر وړاندې هر پاڅون، د معنی او بقا په لور یو ګام دی. زموږ په وخت کې هم باید مقاومت په دوو ځانګړو برخو کې پیاوړی شي: په سیاسي او معنوي برخه کې. په سیاسي ډګر کې، سازمانونه او ټولنیز غورځنګونه باید جوړ شي، څو د هر ډول ظلم پر وړاندې ودرېږي. دا سیاسي مقاومت باید د بشري حقونو، شفافیت او ټولنیزو غوښتنو پر بنسټ وي. په معنوي ډګر کې هم، اخلاقي او دیني تعلیمات باید د اسلامي ټولنو په منځ کې د امکان تر حده تشریح شي، څو د ټولنې خلک وکولای شي خپل باطني روحونه او طبیعتونه د مقاومت د بنسټ ډبرو په توګه وپېژني.
د اسلامي او دیني متنونو د سم تفسیر له لارې، د صبر، ظلم غندنې، زړورتیا او شفقت په څېر ارزښتونو ته وده ورکولو سره، کولای شو مقاومت د اسلامي ټولنو په ژورو طبقو کې بنسټیز کړو.
مقاومت هېڅکله د بشپړ انزوا یا ځان غوښتنې په معنی نه دی. شعوري مقاومت، له نورو سره تعامل، له نړیوالو تجربو څخه زده کړه، او له ظلم او ستمګرۍ سره د مبارزې لپاره د ډیجیټل دورې ټولو وسیلو کارولو ته اړتیا لري. خو دا تعامل باید د خلکو کلتوري او دیني هویتونو د کمزوري کېدو لامل نشي. برعکس، هوښیار مقاومت کولای شي د پراختیا او اغېزې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي. هغه ټولنه چې د تیري او وحشت پر وړاندې د مقاومت په حال کې ده، له نړۍ سره رغنده اړیکې ټینګوي، پیاوړې او اغېزمنه وي.
باید په یاد ولرو چې مقاومت، دا حیاتي او اړین غبرګون، په نننۍ نړۍ کې، په ځانګړې توګه د مسلمانو هېوادونو په منځ کې، او په ځانګړې توګه په فلسطین کې د آزادۍ، عدالت او هوساینې د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره ده. تاریخ موږ ته ښودلې، هرکله چې مقاومت کم شي، د ظالمانو په لاس انساني او اخلاقي ناورینونه زیات شوي دي. خو هر ځل چې مقاومت بیا راژوندی شوی، انسانان توانېدلي چې د آزادۍ او معنی په لور یو نوی سفر پیل کړي.
دا زموږ دنده ده چې پوه شو، د بشریت او په ځانګړې توګه د اسلامي ټولنې او د فلسطین د مسلې لپاره راتلونکی د تصور وړ نه دی، مګر د مقاومت له لارې. هغه مقاومت چې نه یوازې سیاسي، بلکې معنوي، فلسفي او تمدني هم دی؛ هغه مقاومت چې د نړۍ د هوښیارو انسانانو، پیغمبرانو او امامانو له سیرت څخه اخیستل شوی وي.
او په پای کې، بیاځلي ټینګار کوو چې:
مقاومت د هر چا او هرې ټولنې په ژوند کې د حرکت اساس دی.
مقاومت د ظلم د شپې په زړه کې رڼايي ده.
مقاومت د ناهیلۍ او ناامیدۍ پر وړاندې د امید دوام دی.
مقاومت د هر ډول بې عدالتۍ او فساد پر وړاندې د انسان صریحه ژبه ده.
که وغواړو یو باعزته راتلونکی جوړ کړو، که وغواړو هغه سوله او هوساینه چې د هر انسان حق دی تضمین کړو، باید تل د ظلم، تیري او اشغال پر وړاندې مقاومت وکړو. دا مقاومت، راتلونکو نسلونو ته زموږ نه هېرېدونکی میراث دی.
ژباړه: زماني