د رڼا سرچینې (شأن نزول۱۸۱ )بریالي خلک؛ سرښیندونکي)
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټيي سایټ خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړئ له ننني یو سل یو اتیایم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغه مطلب کې د حشر سورې د نهم آیت د نزول په باب درسره غږیږو، نو هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.********
قدرمنو دوستانو ، وائي چې ؛ د هجرت تر مخه د مکې مسلمانان د مشرکانو له سختو شکنجو او ځورَونو سره مخ وو. له همدې امله دوی له رسول الله (ص) څخه د خلاصون لار وغوښته. خداي تعالی دوی ته امر وکړ چې مدینې ته هجرت وکړي. د دې الهي حکم له مخې، د اسلامي ټولنې ټولو غړو، که کمزوري وو او که ځواکمن، شتمن وو او که بې وزله، نارینه وو که ښځې، آزاد وو او که مریان، باید مدینې ته ئې هجرت کړی وای. دا هجرت د اسلامي حکومت د بنسټ کېښودلو لپاره و، او د اسلامي ټولنې ټولو پرګنو ته پکار وه چې پکې برخه واخلي
مسلمانانو خپلې شتمنۍ، کورونه او مېنې پرېښودې او له مکې څخه مدینې ته کډه شول، په داسې حال کې چې نه ئې دومره مال درلود چې ځان ته کور او خواړه برابر کړي او نه ئې داسې دنده یا کسب درلود چې پرې د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
انصارو، چې د مدینې مسلمانان وو، مهاجرین ئې د قدرمنو مېلمنو په توګه ومنل، د هغوي نیمګړتیاوې ئې جبران کړې او تر خپل وس پورې ئې د هغوي د ژوند د دوام لپاره مناسب شرایط برابر کړل.
د رسول الله (ص) له هجرته وړاندې، د هغو مهاجرو ډېری نارینه چې تر هغه مخکې مدینې ته تللي وو، په قبا سیمې کې د کلثوم بن هدم په کور کې اوسېدل. دا کور وروسته د «بیت العُزّاب» (ځوانانو) د کور په نوم مشهور شو.
هغه ځای چې رسول الله (ص) د خپل استوګنځي او د مسجد د جوړولو لپاره غوره کړ، له قبا څخه یو څه لیرې و. له همدې امله، ډېر مهاجر، په ځانګړې توګه ځوان مهاجر، چې غوښتل یې د رسول الله (ص) ترڅنګ واوسي، په نبوي جومات کې مېشت شول.
خو په جومات کې د هغوی اوسېدو د دغه سپېڅلي ځای نظم له ستونزو سره مخ کړ. په همدې وخت کې رسول الله (ص) امر وکړ چې له جومات څخه بهر د خرما د وَنو په څانګو سره یو سیوری جوړ شي، څو بېوزلي او ځوان(مجرد) مهاجر هلته واوسي. دا ځای د مجردو مهاجرو لپاره د مېلمستون په څېر شو.
تاریخ لیکونکو او راویانو دغه ډله د اهل صفه په نوم یاده کړې ده.
رسول الله (ص) د اهل صفه د ژوند د ښه کېدو لپاره بېلابېلې لارې چارې غوره کړې؛ لکه خلک د صدقې ورکولو او انفاق ته هڅول، د واده کولو سپارښتنه، او د جګړو له غنیمتونو او عوایدو څخه د هغوی استفاده کول.
انصارو خپلې شتمنۍ او مالونه د مهاجرینو په واک کې ورکړل او هغوی ئې په خپلو کرهڼیزو محصولاتو کې شریک کړل. د مهاجرینو مالي او د ژوند ملاتړ د هجرت تر څلورم کال پورې دوام وکړ.
په همدې کال کې د بني نضیر یهودیان له مدینې څخه وشړل شول او د هغوي حاصلخېزې ځمکې او د اوبو سرچینې، د قرآن د حکم له مخې، د رسول الله (ص) ملکیت وګرځېدې.
رسول الله (ص) انصارو ته وفرمایل چې له دوو لارو څخه یوه غوره کړي:
لومړی دا چې د مهاجرینو او انصارو ترمینځ وروري او پخوانۍ اړیکې همداسې پاتې شي، خپل کورونه او مالونه له مهاجرینو سره وويشئ او هغوی د دغو غنیمتونو په ترلاسه کولو کې هم شریک کړئ.
او که وغواړئ چې ستاسو کورونه او شتمنۍ یوازې ستاسو خپلې پاتې شي، نو له دغو غنیمتونو څخه به تاسو ته څه در نه کړل شي.
انصارو په ځواب کې وویل: مونږ هم خپل مالونه او کورونه له مهاجرینو سره شریکوو، او هم د دغو غنیمتونو هېڅ تمه نه لرو، بلکې مهاجرین پر خپلو ځانونو مقدم ګڼو.
په همدې وخت کې د حشر سورې نهم آیت نازل شو او د انصارو دغه لوړ انساني او ایماني اخلاق ئې وستایل.
الله تعالی فرمائي:
﴿وَالَّذِينَ تَبَوَّؤُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾
؛او همدارنګه د انصارو لپاره دی؛ هغو کسانو ته چې له مهاجرینو څخه مخکې ئې مدینه خپل کور او د ایمان مرکز ګرځولی و، او د ایمان بنسټونه یې داسې ټینګ کړي وو چې مؤمنان د خپل ایمان له مخې ژوند وکړئ شي.
دوی له هغو کسانو سره مینه کوي چې د دوي ښار ته هجرت کوي، او د هغو نعمتونو او غنیمتونو په اړه چې مهاجرینو ته ورکړل شوي، په خپلو زړونو کې هېڅ ډول تنګڅه او حسد نه احساسوي::
بلکې هغوي، که څه هم خپله اړمن وي، خو بیا هم نور پر ځانونو مقدم ګڼي.::
او څوک چې د خپل نفس له بخل او حرص څخه خوندي وساتل شي، نو همدوي رښتیني بریالي او نېکمرغه خلک دي.
د حشر سورې د نهم آیت د نزول په اړه یو بل روایت داسې راغلی ، چې وائي؛
یو سړی رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) ته ورغی او د سختې لوږې شکایت ئې وکړ. رسول الله (ص) د خوړو د برابرولو لپاره یو کس خپل کور ته ولېږه. هغه بېرته راغی او خبر ئې ورکړ چې د رسول الله (ص) په کور کې له د څښاک اوبو پرته بل هېڅ خوراکي شی نشته.
رسول الله (ص) خپلو اصحابو ته وفرمایل:"څوک شته چې نن شپه دغه سړی مېلمه کړي؟"
له انصارو څخه یوه سړي چمتووالی وښود او هغه ئې خپل کور ته بوتلو. خو د ده په کور کې هم له خپلو وړو ماشومانو لپاره د لږو خوړو پرته بل څه نه وو.
هغه خپلې مېرمنې ته وویل چې خواړه مېلمه ته وړاندې کړي، او د څراغ رڼا ئې تر ټولو ټیټې کچې ته کمه کړه. بیا ئې ورته وویل: هر څنګه چې کولی شې، ماشومان ویده کړه.
وروسته خاوند او ښځې هم د خوړو دسترخوان ته کښېناستل، خو پرته له دې چې له خوړو څه وخوري، یوازې ئې خپلې خولې ښورولې، څو مېلمه داسې وانګېري چې هغوي هم ورسره خواړه خوري.
مېلمه په ډاډه زړه دومره خواړه وخوړل چې ښه موړ شو، خو د کورنۍ ټول غړي په هماغه شپه وږي ویده شول.
سبا سهار هغه انصار سړی جومات ته ولاړ او بې له دې چې څه ووایي، د رسول الله (ص) د منبر مخې ته کښېناست.
رسول الله (ص) هغه ته وکتل، موسکی شو، بیا ئې همدا آیت تلاوت کړ او د هغوی ایثار، سرښیندنه او قرباني ئې وستایله.
خو ځینو علماوو او څېړونکو پر دې روایت نیوکه کړې او پوښتنه ئې کړې ده چې ؛
آیا خداي تعالی خوښَوي چې یو پلار خپل اولادونه وږي ویده کړي او د هغوی خواړه بل چاته ورکړي؟
د دې حدیث په دقیقې څېړنې سره څرګندیږي چې دا پېښه په داسې ځانګړو او سختو شرایطو کې رامنځته شوې وه، چې مسلمانان له ډېرې سختۍ سره مخ وو، تر دې چې د رسول الله (ص) په کور کې هم له اوبو پرته هېڅ خواړه نه وو.
نو د ځان تېرېدنې ددغې لوړې درجې ، یوازې د همدې ډول بېړنیو او ځانګړو حالاتو لپاره سپارښتنه شوې ده؛ که نه، په عادي شرایطو کې د داسې ایثار سپارښتنه نه ده شوې.
لکه څنګه چې خداي تعالی خپل ګران رسول (ص) ته په انفاق کې د اعتدال او میانه روئ سپارښتنه کړې ده. لکه چې د اسراء سورې په ۲۹ آیت راغلي دي؛
﴿وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَىٰ عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا﴾
؛ خپل لاس تر غاړې پورې تړلی مه ساته (یعنې بخیل مه اوسه) او نه ئې بېخي دومره خلاص پرېَږده چې هر څه ولګوې، ځکه بیا به پخپله پښېمانه او د خلکو د ملامتیا وړ شې.
ځینو مفسرینو د دغه آیت په تفسیر کې لیکلي دي:دا یو ډېر ښکلی کنایه ییز تعبیر دی، چې انسان باید سخاوتمند وي او د بخیلانو په څېر نه وي، چې ګواکې لاسونه یې په زنځیرونو سره تر غاړې تړل شوي وي او د مرستې او انفاق توان ونه لري.
خو له بلې خوا باید دومره هم بې حسابه لګښت او بخشش ونه کړي چې خپله له ستونزو سره مخ شي، له خپلو امکاناتو بې برخې شي، د خلکو د ملامتۍ سبب وګرځي او په پایله کې له ټولنې څخه ګوښه پاتې شي.
په پاي کې د دې ټکي یادونه هم اړینه ده چې کله ناکله ځینې لوړ همته او وړ کسان د یوې شپې او ورځې لوږه زغملی شي؛ خو که یو اړمن او محتاج کس له هغوی څخه ناهیلی بېرته ستون شي، نو کېدای شي د هغه په ایمان او باور کې کمزوري رامنځته شي.
له همدې امله، د لنډ مهال لوږې زغمل د دې په پرتله ډېر ارزښت لري چې یو انسان د ناامېدۍ له امله د حق له لارې واوړي او بېلارې شي.
همدا لامل و چې خداي تعالی د حشر سورې د نهم آیت په نازلولو سره د انصارو د دې ستر ایثار او سرښیندنې ستاینه او قدرداني وکړه.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه ننني مطلب وخت هم پای ته ورسېد.
د رڼا سرچینې تر بل پروګرام او مطلب پورې ، تاسو ټول قدردان په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالي او سوکاله ووسئ او نیکمرغه ژوند ولرئ.
ژباړن!(سیماب)
******************************************************************************************************************************************************************************