مهندر سینګهـ ډوني په لومړي ځل هنري فلم جوړوي
Jan 28, 2023 16:41 Asia/Kabul
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان مهندر سنګ دوهني د کرکټ له نړۍ وروسته فلمي نړۍ ته مخه وکړه او خپل لومړنی فلم جوړول ( راځئ چې واده وکړو) اعلان کړ.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان مهندر سنګ دوهني د کرکټ له نړۍ وروسته فلمي نړۍ ته مخه وکړه او خپل لومړنی فلم جوړول ( راځئ چې واده وکړو) اعلان کړ.
مهندر سنګهـ ډوني پخپله په فلم کې کار نه کوي، خو د هغه پروډکشن چې پخوا یې مستند فلمونه جوړول، دا ځل یې ( راځئ چې واده وکړو) په نوم د نوي هنري فلم د جوړولو اعلان وکړ.
د نړۍ دغه مشهور کرکټر او د هغه میرمنې په ۲۰۱۹ م کال کې د دهوني انټرټینټ په نوم د فلمونو د تولید مرکز پرانیست خو هغه مهال یې یواځې مستند فلمونه جوړول .
د دهوني پروډکشن هاؤس د Roar of the Lion، The Hiden Hindu او Blaze to Glory په شمول ګڼ شمېر مستند فلمونه جوړ کړي.