د سعودي عربستان حکومت په دې هېواد کې د کرکټ د نړۍ تر ټولو ستر شل اوریز لیګ د ترسره کېدو هڅې پیل کړي
(last modified Sat, 15 Apr 2023 07:55:09 GMT )
Apr 15, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان حکومت په دې هېواد کې د کرکټ د نړۍ تر ټولو ستر شل اوریز لیګ د ترسره کېدو هڅې پیل کړي

د سعودي عربستان حکومت په دې هېواد کې د کرکټ د نړۍ تر ټولو لوړ قیمت او ستر شل اوریز لیګ د ترسره کولو هڅې پیل کړي او ویل کیږي چې هندي لوبغاړې به هم په کې ګډون وکړي.

د سعودي عربستان حکومت په دې هېواد کې د کرکټ د نړۍ تر ټولو ستر شل اوریز لیګ د ترسره کېدو هڅې پیل کړي

د سعودي عربستان حکومت په دې هېواد کې د کرکټ د نړۍ تر ټولو لوړ قیمت او ستر شل اوریز لیګ د ترسره کولو هڅې پیل کړي او ویل کیږي چې هندي لوبغاړې به هم په کې ګډون وکړي.

د اسټرالیایي رسنیو د معلوماتو له مخې سعودي چارواکو د IPL یا هندوستان پریمیرلیګ د لوبډلو مسؤلینو سره هم خبرې کړي او هڅه یې پیل کړې چې د هندوستان کرکټ بورډ څخه په یاد لیګ کې د هندي لوبغاړو اجازه هم تر لاسه کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلي هم په سعودي عربستان کې د کرکټ په برخه کې پانګونه تائید کړې او زیاته کړې چې د یاد لیګ د جوړېدو په اړه یو کال وړاندې بحثونه پیل شوي دي.

متحده عربي امارات چې اوس مهال په کې د کرکټ بېلا بېلې سیالۍ ترسره کیږي، د سعودي له لورې به یاده چاره د دې لامل شي چې د کرکټ راتلوونکی تمځآی سعودي عربستان وټاکل شي.

 

ټیګونه