افغان لوبغاړي د تکواندو نړیوال اتل ته په ماتې ورکولو د سرو زرو مډال وګاټه
Aug 12, 2023 05:08 Asia/Kabul
افغان لوبغاړي علي اکبر امیري په کوریا کې د تکواندو په سیالیو کې نړیوال اتل ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح الله شهزاد په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې امیري په دې سیالیو کې خپلو کاناډايي، قزاقي، کوریایي، او نایجیریایي سیالانو ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په تاریخ کې د جي ۲ په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
هغه وایي، چې په دې سیالیو کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه سلګونه لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده چې د امیري د سویلي کوریا سیال عبدل اوسوفو په نایجیر هېواد کې د نړیوالې قهرمانۍ مډال او په برازیل کې د المپیکي سیالیو نایب قهرماني ګټلې وه، چې پرون یې له افغان تکواندو څخه ماته وخوړه.