-
نړیوالې ایټمي خبرې اترې باید کامیابې شي
Apr 08, 2023 01:18د چین او فرانسې په ګډې اعلامیې کې ټينګار شوی ، فرانسه او چین د ایران دایټمی موضوع دحل لباره دسیاسی اوډيپلوماټيک حل لارې پر موندلو کلک هوډ لري.
-
موجوده حالاتو کې د اسلامی هیوادونوهمپالنه د ورځې ضرورت دی
Apr 08, 2023 01:05د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دترکیې انډونیشیا، قزافستان او یوشمیر نورو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني تماس کې جوته کړه، د وحشي صهیونیستي رژيم له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو لازیاته همپالنه او غږملتیا یو جدي او اساسی ضرورت دی.
-
د فلسطین د ملت د حقوقو ملاتړ نه بدلیدونکی دی
Apr 06, 2023 23:48زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل:د فلسطین د ملت د حقوقو ملاتړ او له صهیونیسټ رژیم سره مبارزه د اسرائیلو رژیم له جنایتونو او تیریو سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په وحدت او د اسلامي امت په برخلیک کښې نه بدلیدونکی اصل او یو همیشنی ضرورت دی.
-
اسلامي ملګرتیا موسسه سبا بیړنۍ غونډه جوړوي
Apr 07, 2023 02:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې وویل د دغه موسسې غړي هیوادونه سبا د الاقصی جومات پرضد د اسرائیلي نیواکګرانو په تیریو باندې د غور لپاره بیړنۍ غونډه ترسره کوي.
-
د فلسطین ډلو د اسرائیلو له اقداماتو سره مقابله وکړه
Apr 07, 2023 01:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین رسنیو د غزې تړانګې په فضا کښې د صهیونیسټ رژیم له تیریګرو جنګي الوتکو سره د مقاومت ډلو د هوايي دفاع سیسټم د مقابلې کولو خبر ورکړ.
-
لبنان د اسرائیلو د اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ
Apr 07, 2023 00:52الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له تاوتریخوالو څخه د ډکو نیتونو په هکله چې نړیوال امنیت او سولې ته ګواښ کوي خبرداری ورکړ.
-
اسماعیل هنیه د مقاومت د لارې په دوام ټینګار وکړ
Apr 07, 2023 00:44ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه بیګا په نیواکي ټاټوبو کښې روانونو بدلونونو ته په غبرګون کښې په ټولو توان سره د الاقصی جومات د دفاع او د مقاومت د لارې په دوام ټینګار وکړ.
-
ایران د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
Apr 07, 2023 00:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي ملګرتیا موسسې له مشر« ابراهیم طه» سره په ټيلي فوني خبرو کښې په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم په وروستي تیري باندې د غور لپاره د بیړنۍ غونډې د جوړیدا غوښتنه وکړه.
-
صهیونیسټ رژيم هر ډول غیر انساني عمل کوي
Apr 06, 2023 11:26زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د الاقصی جومات د سپکاوي جنایت وغاند.
-
د صهیونیسټ رژیم بریدونو ته به ځواب ورکړل شي
Apr 06, 2023 07:29زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو په الاقصی جومات باندې د صهیونیسټ رژیم حملو ته په غبرګون کښې خبرداری ورکړ دغو بریدونو ته به ځواب ورکړل شي.