په هندوستان کښې د کورونا په نوم رکشه مشهوره شوي
Jul 06, 2021 10:27 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په چنايي صوبې کښې یوه(۱) فنکار(artist) داسې ښکلي رکشه جوړه کړي ده کومه چې خلکو ته د کورونا ویروس پرضد د واکسین د وهلو په هکله معلومات ورکوي .
په دغه عکس کښې تاسو لیدلی شو چې د هندوستان دغه فنکار څومره په زیار سره دغه ښکلي رکشه جوړه کړي ده .
دغه رکشې ته شینګ رنګ ورکړی شوی او څلورو (۴)خواو ته یې ستنې یعني پچکاریانې (syringes) لګول شوي دي او په چت باندې یې د کورونا ضد د واکسین ستر بوتل کیښودل شوی دی .
په دغه رکشه کښې د غږ نظام یعني ساونډ سیسټم(sound system) هم لګول شوی دی کوم چې خلکو ته د کورونا وایروس د واکسین په هکله په لوړ غږ سره معلومات ورکوي .
ټیګونه