Apr 21, 2024 13:19 Asia/Kabul
  • د فلسطین ۱۲۰۰۰ ماشومانو ته تاوانونه رسیدلي دي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف»وویل د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنګ له پیلیدا راهسې کابو دولس زره ماشومانو ته تاوانونه رسیدلي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق ویاند «جیمز الډر» ډاګینه کړه په غزې کښې ماشومانو ته رسیدلي تاوانونه له صهیونیسټ عسکرو سره له تاوتریخوالي د ډکو جنګونو په دلیل د هوايي حملو او د رواني تاوانونو په نتیجه کښې د رسیدلیو ګوزارونو له کبله دي.

هغه وویل د غزې د ماشومانو قیصه په انسانانو باندې د جنګونو د پایلو د رعب رامینځته کونکو او د بوږنونکو تصویرونو ښودنه کوي.

مخکې د یونیسف ویاند ویلي وو اوسني راپورونه وايي چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګ په نتیجه کښې چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه پیل شوی دی څورالس زره فلسطیني ځوانان شهیدان شوي دي.

د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو له پیلیدا راهسې لسګونو زره فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي په دغو بریدونو کښې شهیدان او ژوبل شوي دي او د غزې تړانګې بیخ بنایانې په پراخ ډول ورانې شوي دي او په دغه سیمه  کښې بې مخینې غمیزه رامینځته شوي ده.

 

ټیګونه