ورځپاڼو ته کتنه ۳-۷-۹۸
(last modified Wed, 25 Sep 2019 07:56:46 GMT )
Sep 25, 2019 12:26 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۳-۷-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

دا په سر کښې د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه ده چې ليکلي يې دي،د اسلامي ايران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني نيويارک ته په وړومبني سفر کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډې ترڅنګه د څو هېوادونو له سرمشرانو او چارواکو سره کتنه او خبرې اترې وکړې او د امريکې د رسنيو له مديرانو سره يې په کتنه کښې وويل، چې د فرانسې د ولسمشر هلې ځلې په داسې صورت کښې موثره دي چې ښاغلے ټرمپ له برجامه له وتلو وروسته په ايران باندې بنديزونه ختم کړي چې هغه وخت د پينځه جمع يو ډلې په قالب کښې د خبرو اترو امکان شته.

ډاکټر روحاني وويل، د هغو بنديزونو دوام چې د ډېر زيات دباو ترعنوان لاندې اجرا شوي دي، د خبرو اترو لپاره دامريکې د عملي مخکښې شرطونو په شان دي، په داسې حال کښې چې زمونږ له نظره د خبرو اترو لپاره وړومبے پکار دي وړاندې شرط ختم کړې شي.

د خبر له مخې ولسمشر روحاني همدارنګ بیګا  په نیویارک کښې د جرمني له وزيراعظمې میرمن آنګلا مرکل، د  اسپانیا له وزیراعظم پډرو سانچز، د جاپان او  پاکستان له وزيراعظمانو شینزوآبه اوعمران خان سره په  بيله بيلو کتنو کښې  د دوو ا ړخیزو  ملګرتیاؤ او سیمه ایزو او نړیوالو شخړو اوبدلونونو په باب  د اسلامی ایران دریځونه  او وړاندیزونه  مطرح  کړل او د سیمه ایزو شخړو د  حل  او  د تعامل لپاره يې د  اسلامی ایران چمتووالے اعلان کړ .

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل، اسلامی ایران به دهیڅ جنګ شروع کونکے نه وي خوکه چرې په ایران برید اوشي نو په ټول توان سره به د ځان دفاع وکړي.

جواد ظریف چې د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې (۷۴) غونډې کښې دګډون لپاره نیویارک ته لاړ دے له سی این این ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل ایران په ځلونو امریکې ته خبردارے ورکړے دے که چرې جنګ شروع کړي نو په پریکنده توګه ختمول به یې د امريکې په اختيار کښې نه وي .

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف دغه رنګ د ایران په مرکزي بېنک په بنديز لګولو کښې د امریکې په اقدام باندې نیوکې سره وویل بائیکاټ له یوه جنګ څخه زیات کار دے ځکه چې بندیزونه په عامه وګړو اثر کوي .

---------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې بيا د اسلامي شورا د جرګې د مشر په حوالې سره وليکل: تیریګر له یمن سره په ناځوانمردانه جنګ کښې بندون ته رسیدلي دي.

هغه پرون د اسلامی شورا د  څرګندې غونډې په ابتدا کښې د یمن په موضوع کښې په ایران دامریکې د تورونو لګولو ته په اشارې سره وویل سعودی عرب او امریکه په تیرو څو لسیزو کښې په سیمه کښې دجنګونو سبب شوي دي او  په اکثرو هیوادونو کښې چې کړکیچونه پکښې دي د دوې لاسونه لیدل کیږي نو نشي کولې خپله بې وسۍ له ایران سره د ايټمي لانچې او اختلافاتو لور ته راکاږي .

-------

د تهران چاپ يوې بلې اطلاعات نومې ورځپاڼې وليکل: د اسلامي ايران د خارجه وزارت وياند وويل، تیریګر هماغه رنګ د جنګ نغارې غږوي

سيد عباس موسوي  په یمن کښې د سعودي  تازه جنګی جنایتونه وغندل وې ويل ، تیریګر هماغه رنګ په خپلو سټراټژیکو تیروتنو ټینګار کوي او د جنګ نغارې غږوی .

 عباس موسو ی  زیاته کړه   په یمن کښې د سعودي جنګی جنایتونه  د امریکې او ځینو ا روپائي هیوادونو له خوا  د وسلو  د تامینیدو په سیوری کښې ترسره کیږي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د ترکيې د ولسمشر له قوله وليکل: د سوريې د شخړې د فوري حل وخت رارسیدلې دے .  رجب طیب اردوغان   پخپلې وینا کښې  په دې خبرې باندې په تاکيد سره چې  ملګري ملتونه په تیره بیا د امنیت شورا بنيادي اصلاحاتو ته اړتیا لري ، ووئیل،  د سوريې د بحران  دهواري وخت چې  د څه د پاسه  یومیلیون انسانانو د وژلې  او د څه د پاسه دولس میلیونو سوریاوالو دمهاجر کېدو سبب  شوےدے رارسېدلے دے.

--------

اوس هم د پاکستان ورځپاڼې چې اکثرو په دغه هېواد کښې په خاصه توګه د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير په میرپور سيمه کښې د زلزلې او پکښې د سرتاوانونو خبرونه خپارۀ کړي دي. د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې په دې باب وليکل، د زلزلې له امله په مختلفو سيمو کښې د مړو شمېر دېرشو او زخميانو شمېر له څلورنيم سوو زيات شوےدے چې د زياترو حالت پکښې سخت بيان شوے دے.

ورځپاڼې زياته کړه د پرونۍ زلزلې سختي پينځه اشاريه اته ريکارډ شوے دے.

-------

د پاکستان چاپ مشرق ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې ګډون کونکے د ايران ولسمشر د امريکې د سختو بنديزونوله کبله له محدوديتو سره مخامخ دے. ورځپاڼې د بهرنیو رسنيو له قوله وليکل، ډاکټر حسن روحاني په نيويارک ښار کښې د ملګرو ملتو له مرکز نه بغېر  د ښار نورو سيمو ته د تلو اجازه نه لري.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د افغانستان له پولې سره نزدې د پاکستان په شمالي وزيرستان سيمه کښې په تيل او ګېسو لټونکي ټيم باندې د ناپېژندل شويو کسانو لخوا ډزې شوې دي چې امله يې د ټيم شپږ غړي ووژل شول او څلور نور ژوبل شول. د خبر له مخې امنيتي ځواکونو سيمه په خپله محاصره کښې راوستلې ده او تفتيشونه يې شروع کړي دي.

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې، د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو تر ډېره د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله د جمهوری ریاست انتخابات باید ترسره شي ترعنوان لاندې لیکلې ده.

 

د سرمقالې لیکوال لیکلي، یوه ډله سیاسیون د جمهوری ریاست د انتخاباتو له ترسره کیدو سره مخالف دي، په داسی حال کې چې دوی کې ځینې د انتخاباتو کاندیدان وو او پخپله حامد کرزے د دغه هېواد پخوانې منتخب ولسمشر و.

د ورځپاڼې په لیکنه د ملی وحدت حکومت وخت پاختم شوےدے او هیڅ مرجع یې د تمدید صلاحیت نه لري. د سرمقالې لیکوال لیکلي چې د انتخاباتو له ترسره کیدو پرته بله لاره نشته او که چیرې انتخابات ترسره نه شي، افغانستان به یو له یوه بل جدی اوخطرناک بحران سره مخامخ شي.

--------

ملي ارمان ورځپاڼې هم له حکومت او ولسي وګړو غوښتنه کړې چې د شنبې د ورځې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د ټګيو مخه اونیسي.

 

وړاندې په سرمقاله کښې راغلي چې که څه هم د ولسمشرۍ انتخابات د بایومټریک دستګاه په استفادې ترسره کیږي او ټګي کول به پکښې سخت وي، خو بیا هم په دې اړه اندېښنې شته.

-------

وېسا ورځپاڼې وليکل،

د هلمند سلګونو اوسېدونکو د دغه ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کښې د امريکائي فوځ په هوائي حمله کښې د عامه خلقو د وروستۍ مرګ ژوبلې په غبرګون کې لاريون وکړ او د دې پېښې عاملينو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

دوه ورځې مخکې د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې امريکائي الوتکو د وادۀ په موټرو بمباري وکړ ه چې له کبله يې د ښځو او ماشومانو په  شمول شاوخوا ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د همدې پېښې په غبرګون کې د هلمند سلګونو اوسېدونکو پرون د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کښې لاريون وکړ.

د ورځپاڼې د خبر له مخې خلک وايي برید په یو واده شوی چې ښځې او ماشومان هم پکې وژل شوي‌دي. په ورته وخت کې د چارو شنونکي او حقوق پوه عبدالشکور دادرس پر ملکي سیمو د ګډو ځواکونو شپني عملیات او هوايي بریدونه بشري جنایت ګڼي او د ژر تر ژره درولو غوښتنه یې کوي. عبدالشکور دادرس ویسا ته وویل، تر څو چې د قانون حاکمیت نه وي او له امریکایانو څوک پوښتنه ونه شي کولی دا ډول وضعیت به روان وي. نوموړي زیاتوي چې له دغه وضعیت څخه د خلاصون لپاره باید ټول ولس په یوه خوله د سولې د خبرو د دوام او اوربند غوښتنه وکړي.

ورځپاڼې زياته کړه، ه ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي چې په ننګرهار او هلمند کې په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو د راپورونو په اړه حقیقت موندنه کوي.

یوناما په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي‌چې د دوی د بشري حقونو څانګه  د امریکې او حکومتي‌پلوو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه د یو شمېر دقیقو راپورونو په اړه حقیقت موندنه کوي.

ملګرو ملتونو له ښکېلو غاړو غوښتي‌چې په دې اړه پلټنه وکړي او خپلې موندنې دې اعلان کړي.

وېسا ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د طالبانو د قطر دفتر غړي وويل د امریکې او طالبانو ترمنځ خبرې په واشنګټن کښې د اختلافاتو له امله لغوه شوې دي.

د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر غړی امیر خان متقي په یوه تازه مرکه کښې وايي، د صلحې مذاکرات په افغانستان کښې د طالبانو د بریدونو زیاتېدو له امله نه، بلکې په متحده ایالاتو کښې په دې برخه کښې د همغږۍ نيشتوالي او اختلاف له امله لغوه شوي دي.

---------

 

ټیګونه