د هندوستان واده شوي میرمنه سړی وواته
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i91100-د_هندوستان_واده_شوي_میرمنه_سړی_وواته
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یوې (۱) دیرش (۳۰) کلنې میرمنې څو کاله کیږي چې واده کړی و خو بچیان یې نه پیدا کیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2020 06:56 Asia/Kabul
  • د هندوستان واده شوي میرمنه  سړی وواته

زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یوې (۱) دیرش (۳۰) کلنې میرمنې څو کاله کیږي چې واده کړی و خو بچیان یې نه پیدا کیدل .

د هندوستان دغه میرمنه څو ورځې مخکې ډاکټرانو  ته ورغلله او د بچیانو د نه پیدا کیدا په  هکله یې شکایت وکړ .

ډاکټرانو  د هندوستان د دغه میرمنې د ازموینې له ترسره کولو وروسته داسې خبره کشف کړه چې سړی بیخي حیرانوي .

دهندوستان د مغربي بنګال د بربهم سیمې وسیدونکي دغه میرمنه چې کله د جونیتاجي سبهاش چندر بوس کینسر روغتون ته ورغله او ډاکټرانو یې ازموینې وکړې نو معلومه شوه چې هغه ښځه نه ده بلکی یو(۱) سړی دی او هغه هیڅکله هم مور نشي جوړیدلی .

د هندوستان ډاکټرانو نوموړې میرمنې ته وویل چې د ستا په جسم کښې د مور د رحم په ځای د سړیو خصیې شته .

د هندوستان ډاکټرانو د میرمنې د کیریو ټایپ ازموینه هم وکړه  او  پکښې معلومه شوه چې  پکښې د ایکس وايي ( xy,) په شان کروموزومز (chromosomes) موجود وو .

په ښځو کښې ایکس ایکس (xx -) کروموزومز وي .

د هندوستان د دغه میرمنې د ازموینې ترسره کونکي ډاکټر «انوپم دتا» وویل مونږ له دې وروسته د نوموړي ښځې نورې ازموینې هم وکړې نو معلومه شوه چې دغه میرمنه د اینډوجین سینسیټیوټي سینډروم (Androgen insensitivity syndrome ) ناروغۍ لري .

اینډروجین سیسیټیوټي سینډروم داسې جیټیکي(genetically) ناروغۍ ده چې ککړ کس په جینټیکي ډول سړی وي خو د هغه د بدن خصوصیات او ځانګړتیاوې د ښځو په شان وي چې له کبله یې هغه  د ښځو په شان ښکاري .

د هندوستان دغه میرمنه هم د جسمي او بدني جوړښت له کبله ښځه ده خو په جینټیکي ډول هغه سړی دی .

د هندوستان دغه سړی چې کله بالغ شو نو سینې یې راووتلې خو په هغه کښې د یوټرس(uterus) او د بچې دانې پرځاې د سړیو خصیتین یعنې هګۍ وې او هغه هیڅکله هم په ژوند کښې خیض شوي نه وه .