د هندوستان ښاریز د سروزرو ماسک اچوي
Jul 05, 2020 09:23 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان یوه(۱) ښاریز وویل چې ما ځان له کورونا ویروس څخه د بچ کولو لپاره د سروزو( gold ) ماسک جوړ کړی دی چې بیه یې څلورزره (۴۰۰۰) امریکايي ډالره ده .
د هندوستان د پونه(Pune) سیمې تاجر شنکر کورهادې وویل د سرو زرو دغه ماسک چې شپیته(۶۰) ګرامه وزن لري زرګرانو په اتو (۸) ورځو کښې جوړ کړی دی .
شنکر وویل زما دغه د سرو زرو ماسک کوچني سوري لري چې زه ورباندې سا اخلم .
د هندوستان دغه شتمن تاجر شنکر وویل زه ډاډمن نه یم چې دغه سرو زرو ماسک به ما په کورونا ویروس له ککړیدا بچ کړي خو زه نور ډیر احتیاط هم کوم .
ټیګونه