د هندوستان ښاریز اته ځله مار چیچلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92718-د_هندوستان_ښاریز_اته_ځله_مار_چیچلی_دی
زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یو(۱) ځوان په یوه(۱) میاشت کښې اته (۸) ځله مار چیچلی دی خو بیا هم نه دی مړ شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2020 10:52 Asia/Kabul
  • د هندوستان ښاریز اته ځله مار چیچلی دی

زمونږ خبریال وايي په هندوستان کښې یو(۱) ځوان په یوه(۱) میاشت کښې اته (۸) ځله مار چیچلی دی خو بیا هم نه دی مړ شوی .

د مار د اته (۸) ځله د چیچلو دغه پیښه د هندوستان د اترپردیش صوبې په رام پور کلي کښې رامینځته شوه چیرې چې یو(۱) ځوان په یوه (۱) میاشت کښې اته(۸) مار چیچلی دی .

د هندوستان د اترپردیش صوبې د رامپور کلي دغه اولس (۱۷) کلن ځوان یش راج د مار له چیچلو وروسته روغتون ته وړل شوی او طبي درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوی .

د دغه اولس (۱۷) کلن ځوان پلار وویل زما زوی په یوه (۱) میاشت کښې اته (۸) ځله مار چیچلی دی چې له کبله یې هغه (زما زوی) اوس ډیر ویریدلی هم دی .

هغه وویل مونږ د مارانو نیولو کسان هم رابللي دي خو هیڅه ګټه یې نه ده لرلي .