د امریکا محصلې د امتحان په وخت بچی وزیږوه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i93506-د_امریکا_محصلې_د_امتحان_په_وخت_بچی_وزیږوه
زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د قانون د امتحان محصلې چې امیندواره وه په اینټرنیټ باندې د امتحان د ورکولو په وخت یو(۱) صحت مند بچی زیږولی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 12, 2020 14:33 Asia/Kabul
  • د امریکا محصلې د امتحان په وخت بچی وزیږوه

زمونږ خبریال وايي په امریکا کښې د قانون د امتحان محصلې چې امیندواره وه په اینټرنیټ باندې د امتحان د ورکولو په وخت یو(۱) صحت مند بچی زیږولی دی .

د امریکا په ایلینوای ایالت کښې د لویولا شیکاګو پوهنتون د قانون د څانګې محصلې امیندوارې میرمنې برینانا هیل وویل ما ته دغه پته وه چې زه کله امتحان ورکوم نو امیندواره به وم خو دا راته پته  نه وه چې د امتحان د ورکولو په وخت به بچی وزیږوم .

هغې وویل زما امتحان په ټاکلي وخت کیدونکی و خو د کورونا وژونکي ناروغۍ په خاطر دغه امتحان په ځنډ سره وشو او زه د اته دیرشو (۳۸) اونیو بلاربه شوي وم او ځکه خو مې د امتخان په وخت کښې چې وخت یې نوي (۹۰) دقیقې و بچی وزیږوه .