د انډونیزیا انجلۍ دیارلس ورځې ویده وي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i99198-د_انډونیزیا_انجلۍ_دیارلس_ورځې_ویده_وي
زمونږ خبریال وايي په انډونیزیا هیواد کښې یوه (۱)داسې اولس (۱۷) کلنه انجلۍ شته چې پرله پسې دیارلس(۱۳) ورځې خوب کوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 20, 2021 14:35 Asia/Kabul
  • د انډونیزیا انجلۍ دیارلس ورځې ویده وي

زمونږ خبریال وايي په انډونیزیا هیواد کښې یوه (۱)داسې اولس (۱۷) کلنه انجلۍ شته چې پرله پسې دیارلس(۱۳) ورځې خوب کوي .

د انډونیزیا دغه اولس (۱۷)کلنه انجلۍ «ایکا» په دوه زره اولسم (۲۰۱۷)میلادي کال کښې هغه وخت د نړۍ په سویه په خبرونو کښې مطرح شوه کله چې هغه  د پرله پسې دیارلس (۱۳) ورځو لپاره ویده وه .

له دې وروسته دغه انجلۍ له دوو(۲) سترو مشکلاتو سره مخ شوه کله چې هغه نیمه ورځ ویده وه نو تبه یې شوه او دوهم (۲) ځل د هغې حالت هغه وخت خراب شو کله چې هغه اوه (۷) ورځې ویده وه او د انجلۍ پلار او مور هغه ځايي روغتون ته بوتلله او هلته یې ورته ازموینې او ټیسټونه وکړل .

تراوسه ډاکټران نه پوهیږي چې د انډونیزیا دغه انجلۍ په کومې ناروغۍ اخته ده خو له نښو نښانو داسې معلومیږي چې هغه په هایپرسومنیا(Hypersomnia) ناروغۍ اخته ده .