ډرونز یونټونو دعربستان په ملک خالدهوائي ډګر بیا بریدکړی
د یمن د پوځ ویندوي روښانه کړې ده ، دملک خالد هوائي ډګر په ضد په برید کونکو عملیاتو کې دغه مهمو تاسیساتو ته درندۀ تاوانونه اوښتي او دغه عملیات هم د یمن د کلابندۍ او تیریو دوام ته د قانوني او غاښ ماتونکي ځوابي عملیاتو یوه برخه ده .
المسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ، د یمن دپوځ ویندوي جنرال یحیی سریع نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دي ، دیمن د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د بې پيلو ټه الوتکو یونټ دعربستان په خمیس مشیط کې د سعودي تیریګر ائيتلاف سره اړونده په ملک خالد پوځي هوائي ډګر د قاصف کې دوه ډوله ډرونز الوتکې په شیشت کې راوستی دی .
د یمن د پوځ ویندوي روښانه کړې ده ، دملک خالد هوائي ډګر په ضد په برید کونکو عملیاتو کې دغه مهمو تاسیساتو ته درندۀ تاوانونه اوښتي او دغه عملیات هم د یمن د کلابندۍ او تیریو دوام ته د قانوني او غاښ ماتونکي ځوابي عملیاتو یوه برخه ده .
په عین حال کې د سعودي تیریګر ائيتلاف ویندوي وئيلي دي ، دیمن دپوځ په وسیله د عربستان په جنوب کې د خمیس مشیط په لور یوه بې پيلوټه الوتکه ورغلې او دهمیشنۍ دروغجنو ادعاګانو په اساس مدعي شوی چې دغه ډرون الوتکه په شیشت له لګیدو مخکې نسکوره کړائ شوي ده .