په عراق کښې د نویو امنیتي او د سیاسي بدلونونو هدفونه او لوبغاړي :-
(last modified Thu, 27 May 2021 10:56:14 GMT )
May 27, 2021 15:26 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د نویو امنیتي او د سیاسي بدلونونو هدفونه او لوبغاړي :-

عراق په تیرو څو ورځو کښې د پارلمان د انتخاباتو په ترسره کیدا کښې د ځنډ په هکله د یوشمیر څرګندونو او دغه راز د حشد الشعبي ځواک د یوه(۱) قومندان په نیولو کښې د امنیتي ځواکونو د اقدام کتونکی و .

په بغداد  کښې د انګلستان د سفیر په شان ځینو لویدیځو هیوادونو او د سولې د فکر کوټې په شان د امریکا د فکر کوټو څه موده مخکې په عراق کښې د ضروري شرایطو د نه برابریدا په پلمه د انتخاباتو د ځنډیدا ایډیا مطرح کړه او د دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال د اکتوبر د میاشتې اعتراضونو ته اړونده ځینو شخصیتونو او بهیرونو هم د دغه ایډیا هرکلی کړی دی .

په عین حال کښې د عراق او د امریکا ځانګړیو ځواکونو پرون یعني د مي د میاشتې په شپږویشتمه (۲۶) نیټه د حشد الشعبي ځواک قومندان «قاسم مصلح» چې د داعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه د الانبار ولایت په ازادولو کښې یې مهم رول درلود د بغدا په جنوب کښې په «الدوره »سیمه کښې ونیوه .

د عراق او د  امریکا ځانګړي ځواکونه د مقاومت ډلو په ګواښ او د خلکو په دباو سره مجبوره شول چې څو ساعته وروسته قاسم مصلح خوشی کړي .

په عراق کښې نظر څرګندونې او اوسني امنیتي بدلونونه کومه عجیبه موضوع نه ده ځکه چې دغه هیواد په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې کم سیاسي او امنیتي ثبات درلودلی .

سره له دې دا هغه مهمې او هدفمنې موضوعګانې دي چې د عراق په هکله مطرح کیږي یا هلته رامینځته کیږي .

په دغو څرګندونو او بدلونونو کښې د خارجي هیوادونو رول ښکاره دی .

د عراق د انتخاباتو د ځنډولو ایډیا په بغداد کښې د انګلستان د سفیر او د امریکا د فکر د کوټو لخوا مطرح شوه .

په عراق کښې د انګلستان سفیر د روانې مي میاشتې په پیل کښې په کربلا کښې د مدني فعال« ایهاب جواد الوزني  »له وژل کیدا وروسته په یو لړ لمسونکو څرګندونو  کښې ادعا وکړه دغه جنایت ایران ته د نږدې ځواکونو لخوا ترسره شوی دی .

د انګلستان د سفیر دغو څرګندونو په کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د وسله والو کسانو د حملې زمینه برابره کړه .

په عین حال کښې د عراق د الحشد الشعبي ځواک د قومندان قاسم مصلح نیول هم د امریکا او د عراق د ځانګړیو ځواکونو لخوا ترسره شول .

ځینو سرچینو د حشد الشعبي د دغه قومندان د نیولو دلیل له غیر رسمي لارو څخه له سوریې څخه عراق ته د امریکا د کاروانونو مخ نیول اعلان کړی .

دغه چاره د دې ښودنه کوي چې امریکا نه یوازې له عراق څخه د خپلو عسکرو د ایستلو نیت نلري بلکې د عراق جغرافیه د واشنګټن د سیمه ییزو هدفونو لپاره زیات اهمیت لري .

بله موضوع دا ده چې دغه بدلونونه د عراق د پارلمان د وارمخکې انتخاباتو ترسره کیدا ته د پاتې څو میاشتو په واټن کښې ترسره کیږي .

له دې مخکې ټاکل شوي وه چې د عراق د پارلمان وارمخکې انتخابات د روان میلادي کال په جون میاشت کښې وشي خو د «مصطفی کاظمي» حکومت د هغه څه په دلیل چې د شرایطو نه برابریدل اعلان شول دغه انتخابات تر راتلونکي اکتوبر میاشتې پورې وځنډول .

دا په داسې حال کښې دي چې د عراق د پارلمان د وارمخکې انتخاباتو ترسره کیدا ته کابو پینځه (۵)میاشتې وخت پاتې دی د انتخاباتو د  ځنډولو  او حتی د ځانګړي حکومت د جوړولو ایډیا مطرح شوي ده .

د ځانګړي حکومت د جوړولو ایډیا نه یوازې د وارمخکې انتخاباتو د نه ترسره کیدا په معنا ده  بلکې په راتلونکي میلادي کال کښې د انتخاباتو د نه ترسره کیدا په  معنا هم کیدلی شي او  د اوسني پارلمان څلور(۴) کلن پړاو هم پاې ته رسیږي .

په همدې اساس د عراق د  «الدعوه اسلامي »ګوند عمومي منشي  او د قانون د حکومت د ائتلاف مشر «نوري مالکي»  په تیرو څو ورځو کښې د یوې(۱) خبر پاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی و چې دې   د پارلمان د انتخاباتو له ځنډولو او د ځانګړي حکومت له جوړولو سره  سخت مخالفت دی او دغه کار له ډیموکراسۍ څخه یو ډول سړغړونه او  له پارلماني لارې د واک انتقال ګڼي .

د عراق د کردستان د « تغییر » په نوم ګوند هم د نوري مالکي له څرګندونو سره غږمله په ټاکلي نیټې د انتخاباتو د نه ترسره کولو له  ایډیا سره سخت  مخالفت کړی دی .

دغه حالت ته په پام سره ویلی شو عراق یوځل بیا له یوې خوا د حشد الشعبي ځواک پرضد چې د عراق په امنیتي او سیاسي خپلواکۍ ټینګار لري د داخلي معارضانو او د  خارجي هیوادونو د دسیسو او د کارړنګونې کتونکی دی او له بلې خوا  دغه کار د انتخاباتو پرضد اقدام دی چې دغه کارړنګونه په ډیرې خپلواکۍ او په نورو باندې په کم اړوندوالي سره د یوه (۱)حکومت د جوړیدا د مخه د نیولو په هدف سره ده .

 

ټیګونه