په الاقصی جومات کښې به لمونځ وکړو
زمونږ خبریال وايي د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل زه اوس هم هیله من یم چې مونږ به یوځاې په الاقصی جومات کښې لمونځ وکړو .
هغه پرون د لبنان د المنار ټیلي ويژن د جوړیدا د دیرشمې (۳۰) کلیزې په مناسبت وینا کښې ټینګار وکړ قدس او الاقصی جومات د ټول اسلامي امت مسله ده او فلسطینیان له قدس په ملاتړ ټینګار لري او اسلامي امت باید د فلسطینیانو ملاتړ وکړي .
د حزب الله مشر حسن نصر الله وویل مونږ له کینه لرونکي ، احمق او کړکیچ ځپلي دښمن سره مخ یوو کوم چې له داخلي مشکلاتو د ځان د خلاصولو کوشش کوي او ممکنه ده د نیواکګر رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د هغه کړکیچ په وجه چې لري یې احمقانه لارې ته مخه کړي او دغه موضوع باید په دقت سره تعقیب شي .
هغه د یمن هیواد او د سعودي عربستان تیریو ته د اړونده خبرونو په کوریج کښې د المنار ټیلي ويژن هڅو ته یوځل بیا اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ نن سبا د یمن پرضد د امریکا او د سعودي عربستان تیریو ماتي خوړلي ده او هغوې له دغه کړکیچ څخه د وتلو او د امتیاز د ترلاسه کولو کوشش کوي خو مونږ له لومړۍ ورځې راهسې په پایدارۍ او د بریالیتو په ترلاسه کولو کښې د یمن د ملت په وس باور درلود .