یمن له عربستان سره دحماس بندیانو سره ددوي دبندیانومبادلې ته تیاردی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i101466-یمن_له_عربستان_سره_دحماس_بندیانو_سره_ددوي_دبندیانومبادلې_ته_تیاردی
د یمن د ملی نجات حکومت  رهبر هم له دې مخکې وئيلی وو ،د حماس غورځنګ د برمته شوو کسانو دخوشي کیدا په بدل کې تیاري ، د عربستان نیول شوی پيلوټ سره د عربستان د څلورو نورو  افسرانو اوعسکرو  خوشی کوي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 10, 2021 09:26 Asia/Kabul
  • یمن له عربستان سره دحماس بندیانو سره ددوي دبندیانومبادلې ته تیاردی

د یمن د ملی نجات حکومت  رهبر هم له دې مخکې وئيلی وو ،د حماس غورځنګ د برمته شوو کسانو دخوشي کیدا په بدل کې تیاري ، د عربستان نیول شوی پيلوټ سره د عربستان د څلورو نورو  افسرانو اوعسکرو  خوشی کوي .

العالم ټيلیویژنی چینل راپو ر راکړ د یمن د لوړې سیاسی شورا مسئول مقام محمد علی  الحوثي   اصلاح ګوند  ته نوي معامله وړاندیز کړې ، چې په اساس  ئې  اصلاح ګوند باید عربستان  د  فلسطین د حماس غورځنګ  د هغو مسئولانو محاکمه ودروي ، چې د سعودي عربستان په بندونو کې شپې سبا کوي .

 محمد علی الحوثي  نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، صنعا دعربستان له بندونو  د حماس غورځنګ د مشرانو دخوشي کولو په بدل کې ،محمود الصبیحي او منصور هادي  سره د دوو نورو هغو ملګرو چې اصلاح ګوند به ئې وټاکي ، خوشي کړي.

 د صنعا حکومت شرط کړی ،په عربستان کې د فلسطنینو بندیانو دخوشي کیدا په بدل کې  دوي د سعودي عربستان  یو نیول شوی پيلوټ  هم خوشي کوي

د یمن د ملی نجات حکومت  رهبر هم له دې مخکې وئيلی وو ،د حماس غورځنګ د برمته شوو کسانو دخوشي کیدا په بدل کې تیاري ، د عربستان نیول شوی پيلوټ سره د عربستان د څلورو نورو  افسرانو اوعسکرو  خوشی کوي .

دسه شنبې په ورځې د حماس غورځنګ یوه مشر رافت مره  ، دسعودي عربستان  له چارواکو غوښتي ، محمد الخضری او نور ټول فلسطیني بندیان دې خوشي کړي  او  دهغه او د نورو فلسطنیانو بندي ساتل د فلسطین له موضوع او ملت سره ستر ظلم او سپکاوی   دی او له عربستان سره د دوي  اړیکې خرابوي .

 دسعودي امنیتی چارواکو  محمد الخضری  چې  له ریاض سره د اړیکو دادارې مسئول ؤ ، د ۲۰۱۹کال په ستمبر کې نیولی دی .