په مارب کې د امریکادجاسوسي الوتکې د نسکوریداویډیو
دغه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه دمارب ولایت په صرواح ښار کې د المشجح سیمې په هوائي حریم دتیري او غلیمانه اقداماتو په حال کې وه چې نسکوره شوه او ددغې الوتکې د نسکوریدا ویډیو ئې هم په المسیره ټيلیویژني چینل کې خپره کړې ده .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ، دیمن دپوځ ویندوي یحیی سریع پرون وئیلي وو ، ددغه هیواد دفاعي سسټم بریالی شوی ، د یمن دمارب ولایت په فضا کې د امریکا سکین ایګل ډوله جاسوسي الوتکه نسکوره کړي .
جنرال یحیی سریع ددې خبرې په کولو سره چې دغه بې پيلوټه جاسوسي الوتکه له مځکې په هوا ویشتونکي توغندي سره نسکوره شوي ، وئیلی دي ، دیمن مبارزان به دیمن دهوائي حریم په ساتنې او دتیریګرو له اقداماتو سره په مقابلې کې پخپلې دندې دعمل لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي .
د هغه په وینا، دغه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه دمارب ولایت په صرواح ښار کې د المشجح سیمې په هوائي حریم دتیري او غلیمانه اقداماتو په حال کې وه چې نسکوره شوه او ددغې الوتکې د نسکوریدا ویډیو ئې هم په المسیره ټيلیویژني چینل کې خپره کړې ده .