د یمن په ضد د سعوډي ائيتلاف دحملو د دوام علتونه
پوښتنه دا ده چې د یرغلونو او تیریو دنوي څپې او د سیاسی خبرواترو د اغیزو د نه شتون علتونه څه دي ؟
د یمن په شمال کې په صعده ولایت د سعودي ائیتلاف د توپونو په حملو کې کابو دوه نوي کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي .د یمن په ضد د سعودي ائيتلاف دجنګ شپږاویایمه میاشت په تیریدا ده .په یوې تیرې میاشتې کې تمه کیدله دیمن په ضد جنګ ،ددریدا اویا د کمیدا په لورلاړ شي،خودغه یرغلونه د یمن په شمالي سیمو باندې لازیات شوي دي . یوازې د جولائي په لومړۍ او دوهمه نیټه د سعودي ائیتلاف د توپونو په حملو کې کابو سل کسان مړه او ټپیان شوي دي .دجمعې په ورځې د یمن د صعده ولایت په منبه ښار کې د الرقو سیمې باندې د سعودي تیریګر ائيتلاف د توپونو په یرغلونو کې لږترلږه،دولس کسان وژل شوي او کابو اتیا نور ټپیان شوي دي .سعودي ائيتلاف د پنجشنبې په ورځې هم په الرقو سیمې باندې توغندوي حمله کړې چې له امله ئې یوشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي د ه .
دغه حملې په داسې شرائطو کې ترسره کیږي ،چې د سعودي ائیتلاف له خوا د یمن هراړخیزه او بشپړ کلابندي هم دوام لري . د یمن د ملی نجات حکومت د ټرانسپورټ وزیر عامر المراني ددغه هیواد د بشبړ کلابندۍ ددوام په باب په خبرداري سره وئيلي دي ،دمجوز له درلودلو سره سره ،الحدیده بندر ته د سونګو وړونکي کشتیو د ورتلو مخنیوی، ډل وژنه ده . د یمن دکلابندۍ او د درملو د واریدیدو د منع کیدا د دوام په نتیجې کې میلیونونه ناروغ ماشومان د ډله ایز مرګ له خطرې سره مخ دي .
اوس پوښتنه دا ده چې د یرغلونو او تیریو دنوي څپې او د سیاسی خبرواترو د اغیزو د نه شتون علتونه څه دي ؟
لومړی عامل ئې دا دی چې سعودي عربستان او امریکا په دې هڅه کې وو،له خپلو شرائطو سره سم خبرې اترې پرمخ بوځي او یوازې پوځي حملې ودروي . داپه داسې حال کې دي چې د یمن د ملی نجات حکومت چې انصار ا... او متحدان ئې پکې شامل دي ، د کلابندۍ پرختمیدا او د حملو پر ددریدا سربیره ،له یمنه دنیواکګرو پوځیانو د وتلو غوښتنه هم کوي .سعودیان له یمنه له وتلو سره مخالف دي،ځکه د جنګ په تیرو شپږو کلونو کې د یند ځينو مهمو برخو په نیولو پسې وو،یو داسې کار چې دشلمې پيړۍ په لومړنیو لسیزو کې ئې کړی او ددغه هیواد ځیني جغرافیاوې ئې له عربستان سره یو ځاي کړې وې .
ددغو حملو د دوام دوهم عامل دا دی چې امریکا دسعودیانو ددغه اقدام دفاع کوي .د جوزف بایډن حکومت په لومړنیو دوو میاشتو کې،د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف دجنګ په دوام نیوکې کړي او حتی وئیلي ئې چې په دغه جنګ کې له عربستانه ملاتړ پاي ته رسوي . په عین حال کې ، په وروستیو میاشتو کې جوزف بایډن حکومت دیمن په ضد له سعودي ائيتلاف سره لازیاته غږملتیا درلودلې ده . . په همدې لړ کې د امریکا دعدلیې وزارت د جون په دوویشتمه نیټه ، په یوه غلیمانه اقدام کې ، دعراق د حزب ا... کتائب، د المعلومه خبری آژانس او دعراق د کاف میډیا ، دالعالم ټیلیویژني چینل ، د یمن المسیره ، دبحرین د اللؤلؤةچینلونونو او د فلسطین الیوم اوالکوثر چینلونو رسمي انټرنیټي سایټونه چې د ترهه ګرو ډلو په ضد د جنګ د رسونې او دسعودي حکومت دتیریو په وړاندې دیمن والو د مقاومت د اطلاعاتو بهرني چینلونه دي ،وتړل . د امریکائي حکومت دغه سپیر اقدام دسعودي ائيتلاف لپاره یو سیګنل ؤ څو دیمن په ضد حملو ته دوام ورکړي .
ددغو یرغلونو او تیریو د دوام دریم عامل ، دادی چې په یمن کې د انساڼي بوږنونکو حالاتوو په باب خبرداري ، ددغو حملو دمخنیوي لپاره په هیڅ یوه عملی اقدام بدل نه شول . د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش او څو نورو نړیوالو اورګانونو خبرداری ورکړي،چې یمن د سعودي ائيتلاف دجنګ له امله د یویشتمې پیړۍ د لومړنیو دوو لسیزو په ترټولو بوږنونکي انساني بحران سره مخامخ شوی ، خو دملګروملتو منزوي کیدا ، یو ډول دیمن په ضد د حملو تائيدول حسابیږي .