د عراق مقاومتی چورلیزموخه د امریکا د پوځي شتون پاي دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i102884-د_عراق_مقاومتی_چورلیزموخه_د_امریکا_د_پوځي_شتون_پاي_دی
 دعصایب اهل الحق  ویندوي  په دې خبرې په ټینګار سره چي  مقاومتي ځواک  امریکائي نیواکګر دعراق له خاورې شړلی شي ، ووئیل  په عراق کې له بل هیڅ یوه هیواد یا د امریکائي پوځيانو د شتون لپاره هیڅ روا زمینه نشته .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2021 11:15 Asia/Kabul
  • د عراق مقاومتی چورلیزموخه د امریکا د پوځي شتون پاي دی

 دعصایب اهل الحق  ویندوي  په دې خبرې په ټینګار سره چي  مقاومتي ځواک  امریکائي نیواکګر دعراق له خاورې شړلی شي ، ووئیل  په عراق کې له بل هیڅ یوه هیواد یا د امریکائي پوځيانو د شتون لپاره هیڅ روا زمینه نشته .  

  موازین نیوزخبری سایټ راپور ورکړی،د عراق د عصائب اهل الحق  غورځنګ دسیاسی دفتر ویندوي محمود الربیعي  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي  دعراق مقاومتي ډلې ددې جوګه دي،په عراق کې د امریکاپوځي شتون  ته د پاي ټکی ورکړي .. الربیعي د  عراق له وضعیت سره په چلند کې د امریکا کړچار مردود بللی او وئیلي ئې دي،مقاومتي ځواک،دعراق په خاورې کې د یوه نیواکګر په توګه دامریکا له پوځي ځواک  سره تعامل کوي . 

 د عصایب اهل الحق  ویندوي  په دې خبرې په ټینګار سره چي  مقاومتي ځواک  امریکائي نیواکګر دعراق له خاورې شړلی شي ، ووئیل  په عراق کې له بل هیڅ یوه هیواد یا د امریکائي پوځيانو د شتون لپاره هیڅ روا زمینه نشته .  

په تیر یوه کال کې  په عراق کې امریکائي پوځيان  د مقاومتي ډلو له سختو ټکونو سره  مخامخ  شوي دي . د عراق خلک اومقاومتي ډلې ټپلې  دامریکائی پوځیانو د  ویستلو لپاره دعراق دپارلیمان دمسودې  پر زر ترزره اجرا باندې ټينګار کوي .