عربستان په خپلو اقداماتو سره د اسلام د دښمنانو مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103266-عربستان_په_خپلو_اقداماتو_سره_د_اسلام_د_دښمنانو_مرسته_کوي
د یمن د علماؤ انجمن او د دغه هیواد د ملي نجات د حکومت د ارشاد وزارت، د حج له ترسره کیدو د سعودي چارواکو ممنوعیت او د دغې فریضې سیاسي کول د اسلام د دښمنانو په دخدمت کښې د هغوي د رول نښه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2021 12:55 Asia/Kabul
  • عربستان په خپلو اقداماتو سره د اسلام د دښمنانو مرسته کوي

د یمن د علماؤ انجمن او د دغه هیواد د ملي نجات د حکومت د ارشاد وزارت، د حج له ترسره کیدو د سعودي چارواکو ممنوعیت او د دغې فریضې سیاسي کول د اسلام د دښمنانو په دخدمت کښې د هغوي د رول نښه وبلله.

د یمن د علماؤ انجمن او د دغه هیواد د ملي نجات د حکومت د ارشاد وزارت، د حج له ترسره کیدو د سعودي چارواکو ممنوعیت او د دغې فریضې سیاسي کول د اسلام د دښمنانو په دخدمت کښې د هغوي د رول نښه وبلله.

د یمن د علماؤ ټولنې او ارشاد وزارت نن په یوه خبرپاڼه کښې ټینګار وکړ چې له حج څخه د مسلمانانو د مخنیوي لپاره د عربستان فیصله یوه داسې فیصله ده چې د میلیونونو مسلمانانو احساسات یې خوږمن کړي دي

د یمن د علماؤ انجمن ټینګار وکړ، حج او د عربستان د نظام له خوا د هغه سیاسي کول د دښمنانو په ګټه دي او د مسلمانانو د دښمنانو په خدمت کښې د دغه وهابي رژيم د رول یو شاهد دی.

دغه انجمن او د صنعاء د حکومت د ارشاد وزارت په چټي پلمو د حج د مخنیوي په وړاندې د ډیرو اسلامي هیوادونو او ډلو چپتیا وغندله او له مسلمانو عالمانو یې وغوښتل چې د اسلامي مقدساتو او د یهودي-سعودي-اماراتي دسیسو په وړاندې خپلې دندې ترسره کړي.