امریکا او اروپايي هیوادونه د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ کوي
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټي رژیم د حملو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دا حمله د امریکې او د اروپايي هیوادونو د حکومتونو له ملاتړ پرته ممکنه نه وه.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټي رژیم د حملو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دا حمله د امریکې او د اروپايي هیوادونو د حکومتونو له ملاتړ پرته ممکنه نه وه.
د سوریې خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د دغه هیواد په حمص ولایت باندې د صهیونیسټي رژيم پرونیو بریدونو ته غبرګون وښوده او ټینګار یې وکړ چې د خپلې خاورې، ولس او حاکمیت د دفاع لپاره به له خپل حق څخه کار واخلي.
په دغه خبرپاڼه کښې راغلي دي چې په ریف حلب باندې د ترهګرو له تیریو او د ترکیې له خوا د الحسکه ولایت د اوبو له بندولو سره هم مهاله د صهیونیسټانو پرله پسې حملې د سوریې خلاف د دوامدارو دسیسه ناکو جیوپالیټک سټرایجیو د اجرا په لړ کښې دي.
د سوریې خارجه وزارت په دغه بیانیه کښې ټینګار کړی چې د صهیونیسټی رزيم له خوا په سیمه کښې د ترهګر چلند دوام د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو د مختلفو حکومتونو له ملاتړ او د دغه رژيم په جنایتونو باندې د برغولي له ایښودو پرته ممکن نه دی. دغه حکومتونه هڅه کوي چې په حکومتي ترهګرۍ او له ترهګرو په ملاتړ کښې د دغه رژيم مسئولیت پټ وساتي.