اسماعیل هنیه بیادحماس د سیاسی دفترمشر وټاکل شو
د غزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیستي رژيم په وروستیي دولس ورځني جنګ کې د تیریګر رژيم په ناکامۍ کې د اسماعیل هنیه پشمول یو شمیر مبارزو مشرانو په اوڅاره رول لوبونې تیریګر وحشي رژيم مشران او امریکائی اربابانو زیاتې هڅې کړي
روئيټرز خبری آژانس راپور ورکړی ، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یو ځل بیا اسماعیل هنیه د دوهم ځل لپاره تر ۲۰۲۵ کال پورې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر دمشر په توګه ټاکلی دی .
ددغه راپور په اساس ، دغه ټاکل کیدا له کوم سیال پرته شوي او خالد مشعل هم ورسره له سیالۍ ډډه کړې ده . خالد مشعل همدااوس د حماس غورځنګ په بهرنیو چارو کې ددغه غورځنګ مسئولیّت په غاړه لري او له اسماعیل هنیه مخکې د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر پاتې شوی دی .
داپه داسې حال کې دي چې د غزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیستي رژيم په وروستیي دولس ورځني جنګ کې د تیریګر رژيم په ناکامۍ کې د اسماعیل هنیه پشمول یو شمیر مبارزو مشرانو په اوڅاره رول لوبونې تیریګر وحشي رژيم مشران او امریکائی اربابانو زیاتې هڅې کړي ،څو د حماس او نورو مبارزو ډلو مشران له صحنې لیرې کړي ، خو تر دې دمه په دغو درسیسو او جنایتونو کې پاتې راغلي دي .