د یمن پوځ دامریکایانو یوه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه
تیرې میاشتې کې هم دمارب ولایت په المشجح سیمې کې هم د امریکایوه سکین ایګل ډوله جاسوسی کونکي الوتکه چې څه دپاسه یولس میلیون ډالري ارزښت لري ، نسکوره کړې وه .
فارس خبری اژانس راپور ورکړد یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع د پوځ په وسیله په مارب ولایت کې نن د امریکا دبې پيلوټه الوتکې د نسکوریدا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي د یمن دپوځ دفاعي یونټونو له مځکې په هوا ویشتونکي توغندي سره د امریکا سکین ایګل ډوله بې پیلوټه جاسوسي الوتکه ویشتي او نسکوره ئې کړې ده .
جنرال یحیی سریع زیاته کړې ده ، دغه ډرون په مارب ولایت کې د مدغل هوائي حریم په شاوخوا کې غلیمانه عملیات کول چې دیمن دپوځ د دفاعي یونټ په شیشت کې راغله او خپل انجام ته ئې ورسوله . هغه وئيلي ډير زر به ددغې بې پيلوټه الوتکې ټوټې د رسندویو نندارې ته وړاندې کړي .
دا لومړنی ځل نه دی چې د یمن پوځ د یمن په حریم او فضا کې د امریکا جاسوسي بې پيلوټه الوتکه نسکوروي . تیرې میاشتې کې هم دمارب ولایت په المشجح سیمې کې هم د امریکایوه سکین ایګل ډوله جاسوسی کونکي الوتکه چې څه دپاسه یولس میلیون ډالري ارزښت لري ، نسکوره کړې وه .