د یمن پوځ دامریکایانو یوه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i104264-د_یمن_پوځ_دامریکایانو_یوه_جاسوسي_الوتکه_نسکوره_کړه
تیرې میاشتې کې هم دمارب ولایت په المشجح  سیمې کې  هم د امریکایوه سکین  ایګل ډوله جاسوسی کونکي الوتکه چې څه دپاسه یولس میلیون ډالري ارزښت لري ، نسکوره کړې وه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2021 10:35 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ دامریکایانو یوه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه

تیرې میاشتې کې هم دمارب ولایت په المشجح  سیمې کې  هم د امریکایوه سکین  ایګل ډوله جاسوسی کونکي الوتکه چې څه دپاسه یولس میلیون ډالري ارزښت لري ، نسکوره کړې وه .

فارس خبری اژانس  راپور ورکړد یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  د پوځ په وسیله په مارب ولایت کې نن د امریکا  دبې پيلوټه الوتکې د نسکوریدا  خبر ورکړی او  وئیلي ئې دي   د یمن دپوځ دفاعي یونټونو له مځکې په هوا ویشتونکي توغندي سره  د امریکا  سکین ایګل ډوله  بې پیلوټه جاسوسي الوتکه ویشتي او نسکوره ئې کړې ده .

جنرال یحیی سریع زیاته کړې ده ، دغه ډرون په مارب ولایت کې د  مدغل  هوائي حریم  په شاوخوا کې غلیمانه عملیات کول چې  دیمن دپوځ د دفاعي یونټ په شیشت کې  راغله او خپل انجام ته ئې ورسوله .  هغه وئيلي ډير زر به ددغې بې پيلوټه الوتکې ټوټې  د رسندویو نندارې ته وړاندې کړي .

دا لومړنی ځل نه دی چې د یمن پوځ د یمن په حریم  او فضا کې د  امریکا  جاسوسي بې پيلوټه الوتکه نسکوروي . تیرې میاشتې کې هم دمارب ولایت په المشجح  سیمې کې  هم د امریکایوه سکین  ایګل ډوله جاسوسی کونکي الوتکه چې څه دپاسه یولس میلیون ډالري ارزښت لري ، نسکوره کړې وه .